پل علم (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
پېښه تېره ورځ ناوخته د پل علم په جمعه کلا سیمه کې شوې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، ترافیکي پېښه د درېیو موټرو (رینجر، امبولانس او الټو) د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، په مړو کې یوه مېرمن او یو ماشوم او په ټپیانو کې هم یوه مېرمن او یو ماشوم شامل دي.
دی وايي، ټپیان د امنیتي کسانو له خوا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ټپي ماشوم روغتیايي حالت خراب ښودل شوی دی.
د ده په خبره، پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.
د پل علم د «جمعه کلا» سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د رینجر موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه: «رینجر موټر د ګړندي تګ له امله له سړکه وتلی، لومړی یې له الټو موټر او بیا یې د پکتیا ولایت له یو امبولانس سره ټکر کړی دی.»
په دې ورستیو کې د کابل – لوګر پر لویه لار ترافيکې پېښې ډېرې شوې چې خلک یې لامل د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بولي.
Views: 1417
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن