Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۱۴۰۲ کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشکیلاتو ارزونې لپاره کمېټې جوړې شوې

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشکیلاتو ارزونې په موخه دوه کمېټې جوړې کړې، څو د تشکیلاتو د سقف، وظیفوي تداخل او غیر ضروري بستونو پلانونه وارزوي.

د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تېره ورځ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.

سرچینې لیکلي، په دې غونډه کې د چاپېریال‌ساتنې ملي پالیسۍ مسودې د طرحې، د خوندي یا محافظت شوو ساحو د لېږد طرحو او واحدې مرجع ته د هغو عوایدو د لېږد او د ښکار په اړه د چاپېریال‌‍ساتنې ملي ادارې حقوقي او مسلکي مسوولیتونو او صلاحیت د طرحو په څېر موضوعات د اطلاعاتو او فرهنګ او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د مسلکي کارپوهانو او صلاحیت‌لرونکو استازو له لوري په هر اړخیز ډول وارزول شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر یادو موضوعاتو سربېره د ۱۴۰۲ هجري شمسي مالي کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشیکلاتو ارزونې په موخه دوه بېلې فرعي کمېټې د وزارتونو او بودجوي او غیربودجوي ادارو د تشکیلاتو ارزونې په موخه جوړې شوې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.