منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ۱۴۰۲ کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشکیلاتو ارزونې لپاره کمېټې جوړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشکیلاتو ارزونې په موخه دوه کمېټې جوړې کړې، څو د تشکیلاتو د سقف، وظیفوي تداخل او غیر ضروري بستونو پلانونه وارزوي.

د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تېره ورځ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.

سرچینې لیکلي، په دې غونډه کې د چاپېریال‌ساتنې ملي پالیسۍ مسودې د طرحې، د خوندي یا محافظت شوو ساحو د لېږد طرحو او واحدې مرجع ته د هغو عوایدو د لېږد او د ښکار په اړه د چاپېریال‌‍ساتنې ملي ادارې حقوقي او مسلکي مسوولیتونو او صلاحیت د طرحو په څېر موضوعات د اطلاعاتو او فرهنګ او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د مسلکي کارپوهانو او صلاحیت‌لرونکو استازو له لوري په هر اړخیز ډول وارزول شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر یادو موضوعاتو سربېره د ۱۴۰۲ هجري شمسي مالي کال د بودجوي او غیربودجوي واحدونو تشیکلاتو ارزونې په موخه دوه بېلې فرعي کمېټې د وزارتونو او بودجوي او غیربودجوي ادارو د تشکیلاتو ارزونې په موخه جوړې شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو کمېټو ته دنده ورکړل شوه چې د تشکیلاتو د سقف، وظیفوي تداخل، غیر ضروري بستونو، د مسلکي، تخنیکي او حمایوي بستونو او د امارتي ارګانونو مالي او انکشافي پلانونه وارزوي او د تصمیم‌نیونې په موخه یې د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون ته وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست