ژبه

د فاریاب په اندخوی کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې جوړولو چارې پیل شوې

میمنه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې جوړولو چارې پیل شوې.

 د اندخوی ښاروال داملا عتیق‌الله کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا څلورلاره د ضیایي په نوم نومول شوې، د ضیایي شرکتونو د رییس عبدالمومن ضیایي له خوا د اندخوی – میمنې پر لویه لاره د امیر تیمور کورګاني پر واټ د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړیږي.

 هغه زیاته کړه چې په تېرو دوو میاشتو کې دا په اندخوی کې دویم چوک دی چې د ښاروالۍ په هڅو د سوداګرو له لوري جوړیږي.

 د هغه په خبره، د لومړني چوک جوړولو چارې د غویي میاشتې په ۵مه د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د اندخوی – جوزجان پر لاره پیل شوې وې.

login or register a new account.