منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فاریاب په اندخوی کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې جوړولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۵ کتنې · تازه شوی

میمنه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې جوړولو چارې پیل شوې.

 د اندخوی ښاروال داملا عتیق‌الله کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا څلورلاره د ضیایي په نوم نومول شوې، د ضیایي شرکتونو د رییس عبدالمومن ضیایي له خوا د اندخوی – میمنې پر لویه لاره د امیر تیمور کورګاني پر واټ د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړیږي.

 هغه زیاته کړه چې په تېرو دوو میاشتو کې دا په اندخوی کې دویم چوک دی چې د ښاروالۍ په هڅو د سوداګرو له لوري جوړیږي.

 د هغه په خبره، د لومړني چوک جوړولو چارې د غویي میاشتې په ۵مه د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د اندخوی – جوزجان پر لاره پیل شوې وې.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري د یادې څلورلارې جوړولو د کار پرانیستې مراسمو پر مهال له دغه اقدامه هرکلی وکړ ویې ویل: «په هېواد کې اسلامي نظام حاکم او سوله او امنیت تامین شوي، اوس د سوداګرو لپاره د کار، ابادۍ او پانګونې ښه زمینه برابره ده.»

هغه وویل، د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له سوداګرو سره د اسلامي امارت د ژمنو له مخې د فرصتونو په برابرېدو کې هيڅ ډول هڅې به ونه سمپوي.

د ضیایي شرکتونو رییس عبدالمومن ضیایي پژواک ته وویل چې د اندخوی ښاروالۍ هڅونه او د ده د وطندوستۍ حس د دې لامل شو چې د یادې څلورلارې جوړولو چارې پیل کړي او لګښت به یې څه باندې ۲۰ میلیون افغانۍ وي چې په معیاري ډول جوړیږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه