فیضاباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د سېلابونو په پایله کې په امو سیند کې د رسوباتو او اوبو ډېرېدو له امله د دروازونو حقلوي سړک - چې د دغه ولایت څلور ولسوالۍ سره نښلوي – تړل شوی دی.
خو د سیمې خلک وایي، که دغه سړک د ترافیکو پر مخ ژر خلاص نه شي، له جدي ستونزو سره به مخ شي.
د بدخشان درواز د شکي ولسوال مولوي اکرم تایب وایي، یاد حلقوي سړک د دې ولسوالۍ په خوند کلي کې له درېیو ورځو راهیسې په پنج سیند کې د رسوباتو او اوبو ډېرېدو له امله تړل شوی دی.
هغه زیاتوي، یاده سیمه د درواز د لوړو غرونو په منځ کې پرته ده چې خلک او ځایي مسوولین نه شي کولای دغه لار پرانیزي، که مرکزي حکومت ژر اقدام ونه کړي خلک به د خوراکه توکو له کمښت او د ولایت مرکز او ګاونډیو ولسوالیو ته د ناروغانو انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP