ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ننګرهار کې د خښتو بټيو کې د کارګرو ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی»

«ننګرهار کې د خښتو بټيو کې د کارګرو ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی»

author avatar
11 Jan 2024 - 13:29
«ننګرهار کې د خښتو بټيو کې د کارګرو ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی»
author avatar
11 Jan 2024 - 13:29

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست او په دغه ولايت کې د خښتو بټيو مالکان وايي چې په بټیو کې د پخوا په پرتله د کارګرو ماشومانو شمېر کم شوی دی.

د بټيو مالکان دغه راز زیاتوي چې تېرو دوو کلونو کې یې کارونه پيکه شوي وو خو اوس بېرته مخ په ښه کېدو روان دي.

په ننګرهار کې شاوخوا څلور کاله مخکې د خښتو د تولید ۱۳۰ بټۍ (کارخونې) دي، خو په دې څلور کلنه موده کې ناامنۍ، د کرونا څپې او په ۲۰۲۱ کال کې سیاسي تحول د دې لامل شول چې د دغو بټيو له نيمايي ډېر وتړل شي.

په ننګرهار کې د خښتو بټيو اتحاديې مسوولين وايي، اوسمهال يوازې ۵۰ بټۍ په سره‌رود او بټي‌کوټ ولسواليو کې فعالې دي چې زرګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د خښتو بټيو اتحاديې رييس سليم احمدزي پژواک ته وويل: «په هره بټۍ کې لږ تر لږه ۵۰ کورنۍ مصروفې دي، نو که حساب ته يې واړوو زرګونه کسانو ته د خښتو بټيو د روزي ګټلو وسيله برابره کړې ده.

د نوموړي په وينا، د خښتو بټيو کې د پخوا په پرتله د کارګرو ماشومانو شمېر راکم شوی او کارونه یې اوس ورځ تر بلې بېرته د ښه کېدو خوا ته روان دي.

د ننګرهار سره‌رود کې سلطان‌پور هغه سیمه ده چې تر ټولو ډېرې د خښتو بټۍ په کې دي.

۶۰ کلن شاه‌عالم خان چې له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې په بټیو کې کار کوي پژواک ته وویل، نور له دغو کارونو زړه‌توری شوی خو له ناچارې ورځې یې لا هم دغه سخت کار ته اوږه ورکړې ده.

هغه وويل: «زه داسې وخت د خښتو بټيو ته راغلی يم چې يو بچی مې هم نه و، بله مزدوري نشته، همدغه مزدوري ده، اوس مې په کې دغه بچي دي، دوی هم په کې رالوی شول، دې نه زليله زنده‌ګي بله نشته.»

دی وايي، ډېره هڅه يې وکړه چې پر اولادونو زده‌کړې وکړي خو بېوزلي يې له دواړو زامنو زده‌کړې پاتې کړې او اوس د خښتو بټيو کې کار کوي.

د معلوماتو له مخې، د خښتو بټيو کارګر په ډېر کم مزد کار کوي؛ د زرو خښتو جوړولو بدل کې يوازې ۳۵۰ افغانۍ ورکوي چې په ټوله ورځ کې يو تکړه کارګر کولای شي ايله زر خښتې وباسي.

د خښتو بټۍ يوه بل کارګر اشرف‌الله پژواک ته وويل، د بټۍ کارګر دوه ډلې دي، يوه ډله خامې خښتې باسي چې هغوی په ټيکه (قرارداد) کار کوي او بله ډله يې د خښتو پخولو کارګر دي چې هغوی بیا په معاش باندې کار کوي.

دی وايي: «د خښتو پخولو کار ۲۴ ساعته وي، يوه سر کې تازه خښتې اېښودل کېږي، بل ځای اور بل وي، بل ځای خښتې ايستل کېږي، ډېر سخت کار يې دی، موږ دوه درې ډلې کار کوو، هره ډله اته ساعته کار کوي.»

ورته مهال، د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس هم وايي، هڅه کوي چې د خښتو بټیو کې له کارګرو سره مرسته وکړي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله حقاني پژواک ته وويل، د پخوا په پرتله د خښتو بټيو کې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو شمېر کم شوی او هڅه کېږي چې دغه کچه بېخي صفر کړي.

دی زياتوی: «موږ تر ډېره د هغوی د کورنيو لاسنيوی کړی؛ مالي ملاتړ مو یې کړی دی، په دې موخه باندې چې هغوی له شاقه کارونو وژغورل شي او تعليم ته يې کېنوي، دا تېره اونۍ هم موږ پنځوسو کورنيو سره نغدي مرستې وکړې او راتلونکي کې هم برنامې لرو چې دوی سره مرستې وکړو او د شاقه کارو ماشومانو کچه صفر ته راټيته کړو.»

د يادولو ده، له دې مخکې په ننګرهار کې د خښتو بټيو کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر و او زده‌کړې ترې پاتې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.