Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرنې وزارت په تېر یوه کال کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي

کرنې وزارت په تېر یوه کال کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي

author avatar
29 Aug 2024 - 17:40
کرنې وزارت په تېر یوه کال کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي
author avatar
29 Aug 2024 - 17:40

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د کرنې وزارت مسوولین وايي، د وروستي یوه کال په اوږدو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې او د کرنې او مالدارۍ وزارت سکټور د ملاتړ په موخه یې پر کروندګرو او مالدارانو ۱،۳ میلیارد افغانۍ وېشلې دي.

نن (پنج‌شنبې، د وږي ۸مه) د «امارتي ادارو یو کلنو لاسته‌راوړنو تشریح» پروګرام کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوې ناستې په ترڅ کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو راپوړ وړاندې کړ.

د کرنې وزارت مسوولینو وویل، دغه وزارت په وروستي یوه کال کې د کرنې او مالدارۍ سکټورونو میکانیزه کولو، د طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا، له سربنده تر کروندې پورې د اوبو مدیریت او د هېواد د ځمکنیو چارو د تنظیم برخه کې لاسته‌راوړنې درلودلې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري د دې ناستې په پیل کې وویل، تېره یوه کال کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ملاتړ په موخه د کرنې پراختیا صندوق رامنځته کول او کروندګرو، مالدارانو او خصوصی سکټور ته له دغه صندوقه د ۱.۳ میلیارد افغانیو ورکول د دغه وزارت له مهمو لاسته‌راوړنو دي.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني وویل، د غنمو د  ۳۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخم او ۶۶۰ زره کروندګرو ته د ۵۴ زره مټریک ټنو کیمیاوي سرو وېشل او له وبایي افتونو د ۸۰ زره هکټاره ځمکو خوندي کول د دغه وزارت نور لوی فعالیتونه دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې د تېر یوه کال په اوږدو کې دغه وزارت له همکارو ادارو سره په همغږۍ په ټولیزه توګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي.

عثماني ټینګار وکړ چې د غواګانو د اصلاح شوي نسل د ترویج په موخه د ۳۰۰ زره غواګانو مصنوعي القاح، څه باندې ۱۶ میلیون غواګانو ته د واکسین تطبیقول، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څه باندې ۹ میلیون څارویو درملنه، دغه‌راز د چرګانو د فارمونو له ۱۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ ته لوړول په تېر کال کې د دغه وزارت نورې له لاسته‌راوړنې دي.

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو او اوبولګولو معین بازمحمد فیضان د یادې ناستې په دوام وویل، تېر کال یې په میدان‌وردګ، کابل او لغمان کې په ټولیز ډول د نږدې ۱۱۹۰ مټریک ټنه په ظرفیت پنځه سړې‌خونې او په بېلابېلو ولایتونو کې د تازه مېوو وچولو په موخه د ۱۱ سلفرخونې جوړې شوې دي.

د هغه په خبره، تېر یو کال کې په ۳۴ ولایتونو کې ۱،۷ میلیون هکټاره ځنګلونه او ۳۰ میلیون څرځایونه حفظ او مراقبت شوي او د ځنګلونو احیا لپاره ۱۲۵۲۰۰ نیالګي هم ایښودل شوي دي.

فیضان څرګنده کړه، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا په موخه په لسو ولایتونو کې د ۱۳۸ چک‌ډیمونو جوړولو چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم د یادې ناستې په پای کې وویل، د ځمکو په بانک کې د ۱،۷ میلیون بېرته راګرځول شوو ځمکو ثبت او کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو په موخه د ۱۴۳۱۲ جریب ځمکو په اجاره ورکول د دغه وزارت د تېر کال نورې لاسته‌راوړنې دي.

د کرنې وزارت مسوولینو یاده ناسته کې وویل، په تېر یوه کال کې د کرنې او مالدارۍ سکټور پرمختګ او د هېواد محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه په پسرلي او مني موسمونو کې کرنیز نندارتونونه جوړ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.