کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د پنځمې کالیزې نمانځلو مراسمو کې د رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د معرفي برخه کې د رسنیو رول مهم وبلل شو.
کابل کې د رویداد خبري اژانس په نوم د یوې خصوصي رسنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او اقتصادي ودې ټینګار وشو.
په دې غونډه کې چې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو یو شمېر استازو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړو او خبریالانو ګډون کړی و؛ رسنۍ یې نه یوازې د معلوماتو رسولو، بلکې د خصوصي سکټور د ودې او پیاوړتیا برخه کې هم مهمې وبللې.
د رویداد خبري اژانس مسوول محمدسنګر امیرزاده وویل، رسنۍ کولای شي خلکو ته د اقتصادي پرمختګ په اړه مثبت پیغامونه ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چې د رسنیو اقتصادي پیاوړتیا په دې برخه کې مرسته کوي چې د خلکو باور زیات شي او په ټولنه کې د اقتصادي ودې لپاره یو اغېزناک چاپېریال رامنځته شي.
هغه له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې د رسنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورته مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د حقوقي چارو سلاکار عبدالسلام کوهي د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د رسنیو ونډه اړینه وبلله او ویې ویل چې رسنۍ کولای شي د کاري فرصتونو په ډېرېدو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د هغه په وینا، رسنۍ باید د کورنیو تولیداتو برخه کې معلومات وړاندې کړي، څو خلک پر کورني تولید باوري شي.
کوهي زیاته کړه، که رسنۍ د کورنیو تولیداتو په اړه خلکو ته مثبت پیغامونه ورسوي، دا به د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا مستقیم اغېز ولري.
دغه راز، د ښځو د پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشرې فریبا نوري هم په اقتصادي برخه کې د ښځو ونډې ته د پاملرنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغې وویل، په افغانستان کې د ښځو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه اړینه ده او که رسنۍ په دې برخه کې هڅې وکړي، سوداګرو ښځو ته د ځان بسیاینې زمینه پراخېږي.
فریبا نوري زیاته کړه، له اقتصادي اړخه د ښځو پیاړتیا د ټولنې لپاره ګټوره ده او رسنۍ کولای شي د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره مهمه ونډه واخلي.
همدارنګه د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجتالله مجددي بیا له رسنیو وغوښتل چې د خصوصي سکټور فعالیتونو ته په ښه ډول انعکاس ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د خصوصي سکټور پراختیا د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو حل ته هم لاره هواروي.
نوموړي ټینګار وکړ چې رسنۍ د یوه پل په توګه د خصوصي سکټور او خلکو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره مهمې دي او اړتیا ده چې د اعلاناتو او معلوماتو له لارې داخلي محصولات وروپېژندل شي.
دغه راز، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ له خصوصي سکټور سره د همکارۍ ژمنتیا وښوده او ویې ویل چې د رسنیو وړاندیزونو عملي کېدو برخه کې ګامونه واخلي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










