ژبه

میدان‌وردګو کې د والیبال سیالۍ د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو لایت په مرکز کې د شپږو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګو د والي ویاند وحیدالله سروري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په مرکز کې د میدان‌وردګو، کابل، کاپیسا، لوګر، ننګرهار او کونړ ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

هغه وايي چې د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د میدان اتلان او ځواک میدان‌ښار لوبډلو لار ومونده.

نوموړي وویل چې میدان اتلانو لوبډلې درې د صفر پر وړاندې خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او تجربو شریکولو په موخه ترسره شوې.

بل لور ته، لوبغاړي هم د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د کونړ ولایت یوه لوبغاړي ادم‌خان پژواک ته وویل، ډېر خوښ دی چې دوی ته په میدان‌وردګو ولایت کې د سیالیو زمینه برابره شوې وه.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د هېواد په کچه ورته سیالۍ جوړې کړي څو د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته او تجربې شریکې شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته شل - شل زره افغانۍ او کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.