منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۰ کتنې · تازه شوی

غزني (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): مسوولین وايي، نن یې د غزني ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ میلیونه افغانيو په لګښت د یو شمېر پروژو رغنیزې چارې پیل کړې.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه، د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وويل، د پراختیايي پروژو په دوام یې نن د درېیمې، څلورمي او شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه، د غزني ښار په پښتون‌اباد، قلعه‌عشرت، نواباد او پښتون مېنه کې د څو فرعي سړکونو د کانکرېټ او ترڅنګ یي د ویالو جوړو چارې پیل شوې چې په وینا یې، په یادو پروژو باندې به ۴۰ میلیونه افغانیو لګښت راشي چې د نړۍوال بانګ له لوري ورکول کېږي او چاري به یې د(UNOPS) موسسې په تخنیکي مرسته ترسره شي.

هغه وویل، په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ورته مهال، د سیمې خلک د دغه ډول پراختیایي پروژو پلي کول مهم بولي او دغه راز خوښ دي چې له دې سره به یو شمېر اوزګارو کسانو ته د کار فرصت پيدا شي.