Language

لوګر کې د اختر پر مهال د ترافیکي پېښو له امله ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پل‌علم (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د اختر ورځو کې شل ترافیکي پېښې شوې چې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل چې یادې پېښې د اختر ورځو کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په ټوله کې شل ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره چې زيات سرعت، بې‌احتياطي او د ترافیکي قوانينو نه مراعات د یادو پېښو عمده لاملونه دي.

انس وویل، د اختر په ورځو کې د خلکو د تګ راتګ زياتوالی او لارو کې ګڼه‌ګوڼه هم د دغو پېښو د ډېرېدو له لاملونو بلل کېږي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې په دغو پېښو کې ټپيان شوي کسان د لوګر د مرکز روغتونونو ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د لوګر د ترافيکو مسوولينو له ټولو موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال له احتياطه کار واخلي، له ټاکلې اندازې پورته سرعت ونه کاروي او د ترافيکي اصولو پابندي وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونيول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.