کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵):اسوشیټېډ پرېس په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې ایران د هرمز تنګي د کنټرول له لارې هڅه کوي پر امریکا فشار زیات او په احتمالي خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي؛ خو دغه تګلاره تهران ته هم له خطرونو سره مل ده.
د راپور له مخې، ایراني چارواکي باور لري چې د پوځي فشار دوام او د هرمز په تنګي کې د بېړیو د تګراتګ محدود پاتې کېدل کولای شي امریکا اړ کړي چې د نړۍ د انرژۍ سوداګرۍ پر دې مهمې اوبلارې د تهران کنټرول ومني.
په راپور کې راغلي، د ځینو مهمو امریکايي وسلو د زېرمو کمېدل، چې د توغندیو پرمختللي دفاعي سیستمونه هم پکې شامل دي، له جګړې سره د امریکا د عامه افکارو پراخ مخالفت، د کانګرېس د ټاکنو په درشل کې د تېلو او توکو د بیو لوړوالی او د پوځي لارې د هرمز تنګي د پرانیستلو احتمالي لګښتونه هغه عوامل دي چې د ایران مشران یې د ځان په ګټه ارزوي.
دغه خبري اژانس زیاته کړې چې ایران په یمن کې د خپلو حوثي متحدانو پر رول هم حساب کوي؛ هغه ډله چې د جګړې د پراخېدو په صورت کې کولای شي د نړیوالې سوداګرۍ یوه بله مهمه لاره ګډهوډه کړي.
د راپور پر بنسټ، ایران وایي چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه له عمان سره یوه هوکړه ته نږدې شوی؛ خو عملي کېدل یې د امریکا د کلابندۍ په لرې کېدو پورې تړلي او له همدې امله به د واشنګټن موافقې ته هم اړتیا ولري. اسوشیټېډ پرېس لیکلي، دا هوکړه ښايي پر هغې اوبلارې د ایران کنټرول رسمي کړي چې له جګړې مخکې یوه پرانیستې نړیواله لار وه.
د امریکا د انرژۍ معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې هره ورځ شاوخوا ۲۰.۹ میلیون بېرله تېل او نفتي محصولات د هرمز له تنګي تېرېدل چې د نړۍ د سمندري تېلو د سوداګرۍ نږدې څلورمه برخه جوړوي. دغهراز، د نړۍ د مایع طبیعي ګازو له ۲۰ سلنې ډېره سوداګري هم له دې تنګي تېرېده.
ایراني شنونکي او د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدينژاد پخواني سلاکار عبدالرضا داوري ویلي، د هرمز تنګي عملي کنټرول تهران ته د امریکا او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د چنې وهلو ځواک ورکړی دی. د هغه په وینا، ایران ته د تنګي پر مدیریت او حاکمیت د واک تایید تر مستقیمو عوایدو ډېر مهم دی.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي، د هرمز تنګي پر یوې برخې هم د ایران د کنټرول رسمي کېدل د تهران لپاره مهمه لاسته راوړنه او د امریکا لپاره شاتګ کېدای شي. دغه کار دا اندېښنه هم پیدا کولای شي چې نور هېوادونه به په راتلونکي کې د نړیوالې سوداګرۍ د مهمو لارو د کنټرول یا تړلو هڅه وکړي.
په راپور کې راغلي چې د ایران مشران باور لري وخت د دوی په ګټه تېرېږي او تهران دا مهال پر امریکا د فشار اچولو لپاره لازمې وسیلې په واک کې لري.
د ایران د جګپوړي مرکچي سلاکار مهدي محمدي ویلي، د ده په باور امریکا جګړه پیل کړې؛ خو د پای وخت یې ایران ټاکي او تهران یوازې د یوې هوکړې په لټه کې نه دی.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي، ایران څو ځله ویلي چې د هرمز تنګی به د یوې ازادې اوبلارې په توګه خپل پخواني حالت ته ستون نه شي او پر هغو بېړیو به بریدونو ته دوام ورکړي چې د تهران له اجازې پرته ترې د تېرېدو هڅه کوي.
دغه خبري اژانس د امنیتي شنونکي مصطفی نجفي له قوله لیکلي، د هرمز تنګی ایران ته د ګواښونو د مهارولو، په سیمه کې د ځواک د انډول ساتلو او په فارس خلیج کې د امنیتي اصولو د بدلولو پر یوې ستراتیژیکې وسیلې بدل شوی دی.
د راپور له مخې، د هرمز تنګي پر سر شخړې تر یوه بریده د ایران اټومي موضوع څنډې ته کړې ده. ایراني شنونکي رحمان قهرمانپور ویلي، دغه وضعیت د ایران په ګټه تمام شوی او که اټومي خبرې بیا پیل شي، د تنګي کنټرول په مذاکراتو کې د تهران د دریځ د پیاوړتیا لپاره بله وسیله کېدای شي.
خو اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې دغه تګلاره ایران ته هم له جدي خطرونو سره مل ده؛ جګړې د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی، د امریکا او اسرائیل بریدونو یې صنعتي برخې په نښه کړې او د امریکا کلابندۍ د ایران د تېلو د صادراتو لویه برخه درولې ده.
په راپور کې راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې د پوځي بریدونو د پراخېدو احتمال یاد کړی چې په ورته وخت کې یې ویلي، له ایران سره خبرې په ښه توګه روانې دي.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي، د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل د بریدونو له لومړۍ څپې وروسته ټرمپ ویلي وو چې جګړه ښايي په څو اوونیو کې پای ته ورسېږي؛ خو د دغه خبري اژانس په وینا، جګړې د ایران مشران پر خپلو دریځونو لا ټینګ کړي او د هغوی ملاتړي یې هم بسیج کړي دي.
د راپور پر بنسټ، رحمان قهرمانپور ویلي چې ایران دا تګلاره د تل لپاره نه شي غځولای او په یوه پړاو کې به اړ شي له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي. خو عبدالرضا داوري ویلي چې ایران دا مهال د فشارونو د زغملو وړتیا لري او له اقتصادي ستونزو سره سره، احتمال نه لري چې له خپلو دریځونو شاتګ وکړي.