ژبه

کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیک‌لارو ارزونې او همغږې‌کولو په موخه علمي ورکشاف پیل شو

احمد صهیب حسرت

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۷

Views: ۱۳

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي» په نوم د ژبو د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، په لیکلارو کې د همغږۍ رامنځته کولو او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړولو په موخه په کابل ښار کې پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري  د ملي موزیم په تالار کې پیل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رییس حافظ سیف‌الرحمن محمدي ویلي چې د ژبو عالي شورا کمېسیون د هېواد د ژبو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه رامنځته شوی، څو د هېواد د ملي او نورو ژبو لپاره یو شان لیکدودونه چمتو او ترتیب کړي.

د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي هم ویلي چې د انسان غوره‌والی په ژبه او علم پورې تړاو لري.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او په اسلامي نظام کې د ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تعصب لپاره هيڅ ځای نشته.

د طیبي په وینا، د اسلامي نظام دښمنان تل هڅه کوي چې د اختلافاتو په رامنځته کولو سره د هېواد خلک پر بېلابېلو ډلو ووېشي؛ خو اسلامي امارت به دغه ډول اقداماتو ته اجازه ورنه کړي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د هېواد د ژبو د پیاوړتیا او پراختیا برخه کې پوره همکاري وکړي.

یاد وزارت لیکلي چې ورپسې د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهاند اجمل ښکلي، د دري ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهاند روضت‌الله مجید، د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب رییس مفتي محمدحلیم شاکر، استاد محمدمعصوم هوتک او د افغانستان د علومو اکاډمي استازي د واحد لیکدود په اړه خبرې وکړې او ویې وویل، د پښتو او دري ژبو په لیکلارو کې ځیني توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د همدغو توپیرونو ارزونه او د دواړو ژبو لپاره د واحد او معیاري لیکدودونو چمتو کول دي، څو په علمي، ښوونیزو، اداري او فرهنګي برخو کې په همغږې توګه ورڅخه استفاده وشي.