ژبه

پاکستان کې طبي تحصیلي مرکزونو ته د افغانستان محصلینو د ایستلو سپارښتنه شوې ده

احمد صهیب حسرت

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۰

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژي شورا د دغه هېواد طبي پوهنتونونو او کالجونو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې پر زده‌کړو بوخت افغان محصلینو ته د بېرته ستنېدو اسانتیا برابره کړي او نوي افغان محصلین دې نه مني.

د عرب نیوز د راپور له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا (PMDC) د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه لیک کې ویلي، هغه افغان محصلین چې مخکې د دغه هېواد په طبي یا د ستوماتولوژۍ پروګرامونو کې ثبت شوي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د راپور له مخې، په دغه لیک کې له ښوونیزو مرکزونو غوښتل شوي چې د دغو محصلینو د وتلو د اسانتیا ترڅنګ ټول اړینې اداري چارې چې د نه‌ممانعت سند (NOC) صادرول هم پکې شامل دي، ترسره کړي.

دې شورا ویلي چې په روان تحصیلي کال کې، تر بلې خبرتیا پورې، د افغانستان اتباعو ته د نوي شاملېدو، د محصلینو ځای پر ځای کولو، د انتقال، تحصیلي مهاجرت یا د نورو اسانتیاوو اجازه نشته.

عرب نیوز راپور کې راغلي، دغه لارښوونه داسې مهال شوې چې پاکستان د افغان اتباعو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړی او د اسلام‌اباد او افغان حکومت ترمنځ اړیکې هم له لا ډېرو کړکېچونو سره مخ شوې دي.

د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا په خپل لیک کې نه دي ویلي چې اوس مهال د دغه هېواد په طبي پوهنتونونو او کالجونو کې څومره افغان محصلین پر زده‌کړو بوخت دي او دا هم نه ده روښانه کړې چې ایا هغه محصلین چې د خپلو زده‌کړو بشپړولو په درشل کې دي، له دې لارښوونې مستثنا دي که نه.

د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا یوه چارواکي هم عرب نیوز ته د دغه لیک اصالت تایید کړی، خو د نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.