زبان

په کاناډا کې د بانکي درغلیو په تور پاکستان کې درې کسان نیول شوي

سهراب سروری

۱ عَقرَب ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۲

۱ بازدید

کابل (پژواک) – پاکستاني چارواکي وايي، درې پاکستانیان یې د یوې داسې شبکې د غړیتوب په تور نیولي چې له څلورو هندي وګړو سره یې په ګډه د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جعلي اسناد جوړول او د کاناډا له بانکونو یې پیسې ترلاسه کولې.

د انډیا ټوډې د راپور له مخې، د پاکستان د سایبري جرمونو د څېړنې ملي ادارې (NCCIA) په لاهور کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یادې شبکې د فعالیتونو له افشا کېدو خبر ورکړی.

د یادې ادارې مرستیال مشر عاطف امیر ویلي، په دې شبکه کې درې پاکستانیان او څلور هغه هندي وګړي شامل دي چې په کاناډا کې ژوند کوي.

د ده په وینا، په کاناډا کې مېشتو څلورو هندي وګړو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جعلي پاسپورټونه او انځورونه جوړول او په پاکستان کې یې خپلو همکارانو ته استول.

هغه زیاته کړې، پاکستاني تورنو کسانو له دغو اسنادو په استفادې د کاناډا په لویو بانکونو کې له لرې حسابونه پرانیستل او د هویت د تایید له سیستمونو د تېرېدو لپاره یې د «Dolphin Anty» په نوم ځانګړی براوزر کاراوه.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د بانکي حسابونو له فعالېدو وروسته کریډیټ کارتونه په کاناډا کې مېشتو کسانو ته استول کېدل، هغوی به د کارتونو د پور ټول ټاکل شوی حد مصرفاوه او وروسته به یې کارتونه له منځه وړل.

د پاکستان د سایبري جرمونو ادارې درې نیول شوي پاکستانیان سبحان بټ، ګلریز بټ او محمد نعمان نومولي دي.

دغې ادارې په کاناډا کې د هغوی څلور هندي همکاران دیپ سېنګ، پرجیت سېنګ، هرپریت سېنګ او ګرلین سېنګ معرفي کړي دي.

د راپور له مخې، پاکستاني څېړونکو د عملیاتو پر مهال څلور ګرځنده ټیلیفونونه، څلور لپټاپونه او د کاناډا د ادعا شوو جعلي پاسپورټونو چاپ شوې نسخې ترلاسه کړې دي.

دغه درې کسان په لاهور کې د سایبري جرمونو پر ضد د څلورو جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي چې په ټولیز ډول پکې د بېلابېلو سایبري جرمونو په تور لس کسان نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې پاکستاني چارواکو تر اوسه د زیانمنو شویو کاناډايي بانکونو نومونه او د مالي زیانونو اندازه نه ده په ډاګه کړې.

دغه راز، لا هم روښانه نه ده چې په کاناډا کې مېشت څلور هندي تورن کسان نیول شوي او یا پرې رسمي تورونه لګول شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستاني څېړونکي د نیول شوو کسانو د برېښنايي وسایلو په ارزولو بوخت دي، څو د دغې شبکې د فعالیتونو بشپړ څرنګوالی او احتمالي نور همکاران یې معلوم کړي.