ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو دوه سرتېرې ووژل شول

د ملي اردو دوه سرتېرې ووژل شول

author avatar
28 Nov 2011 - 13:35
د ملي اردو دوه سرتېرې ووژل شول
author avatar
28 Nov 2011 - 13:35

قلعه نو (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): د بادغيس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې  د ملي اردو دوه سرتېرې ووژل شول.

د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام نبي نن (د ليندۍ ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  دغه پېښه تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ د اکازي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، چې د ملي اردو سرتېري د اکمالاتو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته تللي وو، خو موټر يې خراب شو او کله پر موټرسايکل باندې په مستري پسې تلل، د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.

سرچينې زياته کړې، چې د کمين په دغه بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د اکازي کلي يوه قومي مشر ضیاءالدین پژواک ته وويل: «د ملي اردو رينجر موټر د کلي تر څنګ خراب شوى و او هغوى د مستري د راوستو لپاره کلي ته راتلل، چې طالبانو پرې بريد وکړ.»

د ده په وينا، د ملي اردو دوه سرتېري، چې پر موټرسايکل سپاره وو، په دغه بريد کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت يو پوليس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې هغه وخت د طالبانو له خوا ووژل شو، چې د معاش اخيستو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره و.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.