ژبه

په هېواد کې تر ټولو غټه غالۍ و اوبدل شوه

عبدالمعيدهاشمى

۸ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۴:۴۹

Views: ۷۸

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩٠): په ننګرهار ولايت کې افغان غالۍ اوبدونکو د لومړي ځل لپاره تر ټولو غټه ١٠٠ متره مربع غالۍ اوبدلې، چې په نړۍ کې له ايران وروسته دويم نړيوال ريکارډ لري.

په ختيځو ولايتونو کې د غاليو اوبدونکو ټولنې مشر قاري ضياءالرحمن ضياء د مرغومي په ٨ مه يوه خبري کنفرانس کې و ويل، چې دغه غالۍ د دوولسو غالۍ اوبدونکو له خوا د ٩ مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، پر دې ١٠٠ متره مربع غالۍ ٦٠٠ کيلوګرامه تار لګېدلى دى.

ضياء و ويل، چې د غالۍ اوږدوالى ٣٣ او بر يې اوه نيم متره دى، چې ٣٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د خپلې ټولنې د جلال اباد ښار په عصري فابريکه کې يې له دوو ورځو راهيسې د نوموړې غالۍ پروسس پيل کړى و.

د غاليو اوبدونکو د ټولنې مشر وايي، چې افغان غالۍ اوبدونکو دوه مياشتې وړاندې خپلې غالۍ د امريکا د شمالي کيرولينا په نندارتون کې اېښې وې، چې ٨٠ زرو تنو ترې ليدنه وکړه.

د نوموړي په وينا، ټولنې يې د امريکا د سوداګرۍ وزارت او افغان سفارت ستاينليکونه هم ترلاسه کړل.

ضياء زياتوي، چې د دولت د نه پاملرنې له امله د غاليو صنعت له سختو ګواښونو سره مخ دى.

نوموړي و ويل: ((په ٨٤يم کال کې ولسمشر راته د صنعتي پارک په موخه په جلال اباد او اندخوى کې ٢٠٠٠ جريبه ځمکه راکړې، چې دولتي چارواکي ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.))

هغه د ژورنالستانو له ټينګار سره سره له نوم ښودنې پرته و ويل، چې د کار پر وړاندې يې په دولتي کچه خلک ستونزې پيدا کوي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په ختيځه سيمه کې د مياشتې په منځنۍ کچه ٣٠٠٠ متره غالۍ اوبدل کېږي، چې ٥ کاله وړاندې دغه کچه ٥٠٠ متره وه.

ضياء و ويل، چې سږ کال په ايران کې هم غالۍ اوبدونکو يوه تخته ١٦٠ متريزه غالۍ جوړه کړې، چې غالۍ اوبدونکي يې له بشپړ دولتي ملاتړ څخه برخمن دي.

د ښځينه غالۍ اوبدونکي مشرې شريفې احمدزۍ پژواک ته و ويل، چې په ختيځو ولايتونو کې ١٥٠٠ ښځينه غالۍ اوبدونکې لري، چې په دولتي کچه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

پژواک هڅه وکړه چې د غالۍ اوبدونکو د ستونزو په اړه د ولايتي ادارې نظر واخلي، خو پر اخيستنې يې بريالى نه شو.

د يادې ټولنې د معلوماتو له مخې، چې د هېواد په کچه نږدې ٢ ميليونه او د ختيځ زون په کچه ٣٢٠٠ غالۍ اوبدونکي شتون لري.