کوېټه ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠ ) : ناپېژاندو وسلوالو د بلوچستان له مرکزي ښار کويټې څخه د سره صليب د ادارې يو بريتانوى کارکوونکى تښتولى دى.
په کويټه کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې ( اى سي ار سي ) ويانده ستاره جبين وايي ، چې دومره خبر شوې، چې د سره سليب يوکار کوونکى تښتول شوى، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
په کويټه کې د پوليسو يوه مشر نذير احمد خان د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتول شوى تن خليل ډېل نومېږي او د بريتانيا هېواد اوسېدونکى دى.
هغه زياته کړه، چې د لومړيو پلټنو پر مهال ثابته شوې ده، چې تښتوونکي اته تنه وو او په يو لنډ کروزر موټر کې سپاره وو .
دى وايي چې وسلوال دکويټې د بليلې په خوا تللي او نور درک يې لا دوى ته هم نه دى معلوم .
څه موده مخکې د بلوچستان په پښين سيمه کې هم ناپېژاندو وسلوالو ديوې موسسې څلور کار کوونکي تښتولي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن