چاریکار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د کاپیسا ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په «اسکین» سیمه کې د یوه موټر چپه کېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او د یوې ښځې په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازدیګر د دغه ولایت د الهسای ولسوالۍ په اسکین دره کې یو فلانکوچ موټر له سړکه وتلی او اوښتی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه څلوېښت کلنه مېرمن او یو ماشوم مړه او یوه مېرمن او موټرچلوونکی ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ په سکین سیمه کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لامل یې د لارې خرابوالی ښودل شوی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن