ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
14 Mar 2012 - 12:40
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
14 Mar 2012 - 12:40

کابل ښار (پژواک ٢٤ کب ٩٠): نن د درېيمې ورځې لپاره هم د کابل چاپ ورځپاڼو په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه غبرګونونه څېړلي او همدارنګه ځينو ورځپاڼو تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په اړه اندېښنې څېړلې او څو نورو بيا د ١٣٥٧ کال د کب په ٢٤مه نېټه د هرات د خلکو د ولسي پاڅون کاليزه ياده کړې ده.

د ملي باور ورځپاڼه د پنجوايي ولسوالۍ د پېښې په اړه د ولسي جرګې غوښتنه څېړي او په دې اند ده، چې د پنجوايي ولسوالۍ په پېښه کې يوازي امريکايي سرتېرى مجرم نه دى، بلکې هغه کسان هم بايد محاکمه شي، چې بهرنيو پوځيانو ته يې اجازه ورکړې، ترڅو له افغان حکومت سره له همغږۍ پرته په افغانستان کې هر ډول عمليات ترسره کړي.

دغه ورځپاڼه په دوام کې ليکي، د پنجوايي د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو قاتلين يوازې امريکايي سرتېرې نه دي، بلکې هغه کورنۍ کړۍ چې دوى ته يې د يوه تړون له مخې د هر ډول عملياتو اجازه ورکړې ده او بيا يې د افغانستان له قانون څخه معاف کړي دي، هغوى هم د بې ګناه وګړو قاتلين دي.

د محور ورځپاڼه د امريکا او افغانستان پر دوه اړخېزو اړيکو د بحث په ترڅ کې، پر دې اړيکو د پنجوايي ولسوالۍ او نورو ورته پېښو اثراتو ته اشاره لري او په دې اند ده، چې داسې اړيکې هم نه دي په کار، چې نه مو سر خوندي وي، نه مو سياسي او حقوقي حريم خوندي وي او نه شخصي ژوند او مال خوندي وي.

دغه ورځپاڼه دا خبره هم څېړي، چې د پنجوايي او هغې ته له ورته پېښو نه وروسته افغان حکومت بايد کومه لار غوره کړي، په ٢٠٠٣ کال کې د امريکايي چارواکو او د افغانستان د هغه وخت د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ شوي تړون ته هم اشاره لري، چې له مخې يې امريکايي پوځيان د جرم په صورت کې په افغانستان کې نه شي محاکمه کېداى.

محور ورځپاڼه ليکي، چې په نړۍ کې هېڅ داسې تړون او هوکړه نه شي لاسليک کېداى چې د فسخه کېدو وړتيا په کي ځاى ونه لري، افغان حکومت ګرموي، چې ولې يې تر اوسه په دې اړه اقدام نه دى کړى.

 د سرنوشت ورځپاڼه هم په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د نه محاکمه کېدو موضوع ته په اشارې سره په خپله نننۍ سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کوي، چې په امريکايي وحشت څوک پټه خوله دي؟ او ليکي، چې په افغانستان كې د جهادي رهبرانو په نوم امريکايي مزدورو څېرو او د قوم او ژبې په نوم جوړو شوو ډلو، ټپلو، ټلوالو او اېتلافونو پر دغه وحشت يو (آه) هم ونه کړ.

دغه ورځپاڼه همدارنګه د ځينو افرادو، ګوندونو او سازمانونو نومونه يادوي، چې په دې اړه يې غبرګون ونه ښود او ليکي چې د خلکو ريښتينى رهبر نشته، خلک اوس پوره پوه شول، چې دغه کسان له خلکو سره څومره نږدې دي، دوى د خپل هېواد او خلکو پر ځاى د خپلو شخصي ګټو لپاره په افغانستان کې پر امريکايي ريکارډ ټينګوونکي وحشت پټه خوله دي.

همدارنګه ويسا ورځپاڼه هم د امريکايي چارواکو له خوا د ولسي جرګې د دې غوښتنې ردېدل غندي، چې په افغانستان کې يې د مجرم امريکايي سرتېرې محاکمه غوښتې وه او په دې نظر ده، چې د امريکا دا ډول دريځ، د وسله والو مخالفينو دې ډول تبليغاتو ته زمينه برابروي، چې وايې امريکا د کابل د دولت خپلواکۍ او ملي حاکميت ته درناوى نه کوي.

ويسا ورځپاڼه د سرمقالې په دوام د ولسي جرګې هغه اعلاميې ته هم ګوته نيسي، چې په هغې کې راغلي دي، چې د ٢٠٠٣ کال لاسليک شوى تړون د دې جرګې له خوا د رايو په اکثريت سره د روان لمريز کال د لړم په مياشت کې رد شوى دى او له بهرنيو ځواکونو غواړي ترڅو د افغانستان د خلکو حساسيتونو ته پاملرنه وکړي.

د ملي آرمان ورځپاڼه هم د پنجوايي ولسوالۍ وروستۍ پېښې او دې ته ورته نورو پېښو ته په اشارې سره ليکي، چې له دې پېښو ښکاري، چې امريکايان په خپله دا ډول کارونه کوي، ترڅو له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو لپاره لاره هواره کړي.

ملي آرمان ليکي، چې امريکايي پوځيان په دې ډول کړنو سره د ورځپاڼې په خبره، د خپل ملک وجاهت او پرستيژ  پرځمکه وهي.

خو د خدمتګار ورځپاڼه بيا په افغانستان کې د امريکايي مجرم سرتېرې د محاکمې په اړه د ولسي جرګې د غوښتنې په اړوند ليکي، چې ولسي جرګې ته د تقنيني ارګان په توګه دا په كار وه، چې د خپلې غوښتنې له مطرح كولو مخكې يې دغه قانون ته كتنه كړې او بيا يې تصميم نيولى واى. 

د خدمتګار ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې ولسي جرګې ته د افغان حكومت د ٢٠٠٣ كال تړون روښانه و، په ٢٠٠٣ درېېم كال كې د ډاكټر عبدالله، چې د بهرنيو چارو وزير و او د محمديونس قانوني له خوا، چې د كورنيو چارو وزير و، لاسليك شوی دی او د ورځپاڼې په خبره، يو ځل په ملي شورا كې پرې د تعديل او يا فسخ كېدو لپاره خبرې هم شوې دي، چې بيا وروسته پرې غټه تيږه كېښودل شوه او تر اوسه يې نور چا پاڼه وانه ړوله.

د هېواد دولتي ورځپاڼه هم په خپله نننۍ ګڼه کې د ٢٠٠٣ کال د دغه تړون منفي اړخونه څېړي او په دې اند ده، چې دغه تړون د افغانستان ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا خلاف دى او په هېڅ توګه افغان ولس ته د منلو وړ نه دى.

هېواد ورځپاڼه غوښتنه لري، چې د حالاتو له بحراني کېدو څخه د مخنيوي په موخه بايد په پنجوايي کې د ولسي وګړو وژونکى په علني ډول د افغانستان د قوانينو له مخې په جزا ورسېږي.

د ارادې او چراغ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د ١٣٥٧کال د کب په ٢٤مه نېټه د هرات د خلکو هغه ولسي پاڅون ياد کړى، چې د وخت د کمونيستي رژيم پر خلاف يې ترسره کړى وو او دواړو ورځپاڼو دغه پاڅون د ولس د وياړونو يوه برخه ګڼلې ده.

د ارادې ورځپاڼه ليکي، چې د کب په ٢٤مه نېټه د هرات د زوړوړو خلکو وياړلى پاڅون به د ٢٥زرو شهيدانو په ورکړې سره تل د دغه ولايت د غيرتمنو او حماسه جوړونکو زامنو په نامه ثبت وي.

د چراغ ورځپاڼه هم د کب په ٢٤مه د هرات د خلکو دغه پاڅون د هغه وخت د رژيم پر ضد تر ټولو قوي او پياوړى ولسي پاڅون ګڼي، چې د ورځپاڼې په خبره د ظلم او استبداد پر وړاندې د خلکو يو لاس والى ښيي.

د هشت صبح ورځپاڼه هم هغه اندېښنې او تشويشونه څېړلي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په اړه د خلکو او سياسي کړيو تر منځ شتون لري او ليکي چې اوس دغو اندېښنو د خلکو د ژوند پر ټولو اړخونو سيورۍ غوړولى، چې له اروپايي هېوادونو څخه د پناه غوښتنې د لړۍ زياتوالى، وطن ته د بېرته را گرځېدو سره د مهاجرينو نه زړه توب، له هېواد څخه د پانګو وتل، د کورونو او ځمکو د بيو را لوېدل او د غټو سوداګريزو معاملو په ټپه ودرېدل هغه شيان دي، چې د دغو اندېښنو ښکارندويي کوي.

هشت صبح ورځپاڼه په دې اړه افغان حکومت هم ګرم ګڼي او په دې نظر ده، چې له بده مرغه په تېرو لسو کلونو کې حکومت په خپلو ورځنيو سياستونو سره ونه شو کولاى د يوه وړ، په نوي جوړښت او ځواب ورکونې سمبال حکومت لپاره زمينه برابره کړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.