ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل دنن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل دنن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
9 Apr 2012 - 11:35
دکابل دنن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
9 Apr 2012 - 11:35

 کابل ښار (پژواک، ٢١ ورى،٩١):  د شپې د ځانګړو عملياتو د افغاني کېدو  پرسر دهوکړه ليک لاسليک ،نن د کابل چاپ د ډېرو ورځپاڼو د سرمقالو د بحث محورګرځېدلى او هرې ورځپاڼې له خپل ليد لوري څخه دهغې ارزښت اوپايلې څېړلې دي.

دخدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې ، د شپې دعملياتو د افغاني کېدو  پر سر د بحث په ترڅ کې په دې اند ده ، چې افغان ځواكونو ته به ګرانه وي ، چې په شپې عملياتو كې خپله وړتيا ثابته كړاى شي. 

 دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې د شپې عمليات د دولت د مخالفانو پر وړاندې يوه تكتيكي برلاسي وه، خو افغان ځواكونو ته د دې عملياتو سپارل به يې اغېز راكم كړي او ددې هوکړه ليک د وروستۍ نتيجې په توګه ليکي ، چې   د دغه تړون تر پوځي، سياسي اهميت زيات محسوس دى او د زياتو ملكي تلفاتو او د خلكو د پارونو مخه نيولاى شي.

دهشت صبح ورځپاڼه هم افغان ځواکونو ته د شپې د خاصو عملياتو سپارلو په اړه  په دې اند ده ، چې دغه هوکړه ليک که يوې خواته  دافغان ځواکونو د مسووليت مننې په اړخ کې  مهم  ګام ګڼل کېږي، له بل پلوه  به  دملکي تلفاتو په سبب ، چې د شپې دعملياتوپه ترڅ کې را منځ ته کېږي، پر بهرنيو ځواکونو د دولت د نيوکو کچه هم را ټېټه کړي.

 هشت صبح ورځپاڼه په داسې حال کې ، په دې باور ده ، چې افغان پوځ او پوليس  تراوسه د ټولو عملياتو د بشپړې مشرۍ وړتيا نه لري، ليکي چې  بهرني ځواکونه  اوپه سرکې يې امريکا ، افغان چارواکو ته د قناعت ورکولو او ستراتيژيک تړون ته دلارې هوارولو په موخه دا ډول اقدام کړى دى.

همدارنګه ماندګار ورځپاڼه دشپې دعملياتو د بندېدو روښانه او تياره  اړخونه څېړي او په دې نظر ده، چې د شپې عملياتو بندول دامريکا دپروګرام يوه برخه وه او په يوه بڼه د امنيتي مسووليتونو دلېږد په پروګرام کې شامل و، چې تر ٢٠١٣ کال پورې به عملي کېدل، خود  ورځپاڼې په خبره،ولسمشرکرزى غواړي له دې پروګرام څخه استفاده وکړي او داسې په ډاګه کړي، چې دا کار  دده د فشارونو له امله ترسره شوى دى.

 ماندګار ورځپاڼه همدا رنګه په دې اند ده ،چې د شپې د عملياتو په بندېدو سره به  د ملکي تلفاتو کچه را ټېټه شي ، خو ددې ورځپاڼې په خبره ، طالبان به هم له دې پرېکړې څخه ګټه پورته کړي او حتا کېداى شي په تېرو لسو کلونو کې ددې ډلې اوپاکستان  تر ټولو لويه لاس ته راوړنه وي.

خو د ويسا ورځپاڼه د يادو درېيو ورځپاڼو پرخلاف په دې باور ده ، چې  ددې تفاهم ليک لاسليک کېدل په ريښتينې معنا زموږ د هيواد لپاره ديوه نوي پړاو پيلامه كيداى شي او ليکي ، چې تر لسو كلونو وروسته  ايله افغان چارواكي پر دې بريالي شول، چې عام ولس د بهرنيو ځواكونو د ړندو او شپنيو عملياتو له وحشتونو وژغوري.

ويسا ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده ، چې پرونى تفاهم ليك له هغو نړيوالو كنفرانسونو نه زموږ عام ولس ته څو ځله زيات مهم دى ، چې په نړيواله كچه په مياشتو مياشتو په نړيوالو او افغاني رسنيو كې هغو ته ډنډورې وهل شوې دي

خو ددې سره سره بيا دا ټينګار هم لري ، چې ددې عملياتو افغاني كيدل دا معنا نه لري ،چې زموږ پر ولس يواځې د قاتلينو څيرې او تذكرې بدلې شي، اوس بايد عملاً په دې برخه كې بدلون راشي.

دسرنوشت ورځپاڼه هم د شپي دعملياتو افغاني کېدل ، دبګرام زندان د چارو تر ور سپارلو وروسته  دافغان حکومت دويمه بريا ګڼي  اوپه دې اند ده ، چې نه يواځې امريکايي چارو اکو ،بلکې دورځپاڼې په خبره ، په کور دننه ځينو کړيو هم نه غوښتل، تر څو د افغانانو دا غوښتنې عملي شي .

سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې  دامريکا لخوا د افغانانو ددې غوښتنو  منل کېدلو ، هغه مصنوعي وېره هم  له منځه يوړه ،چې که افغان دولت له امريکا سره په اړيکو کې پر دا ډول مسايلو ټېنګار وکړي، نوامريکا به افغانستان ته شا کړي.

 د ملي باور ورځپاڼه بيا دهمدې موضوع د څېړلو په ترڅ کې په دې اند ده ، چې دغه ډول عملياتونه  بايد په عمل کې  افغاني شي.

ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده ، چې  دامريکا او افغان حکومت ترمنځ ډېر تړونونه لاسليک شوي دي، خو امريکا  يواځې په هغو تړونونو عمل کوي، چې ددوى په ګټه وي  او دافغانستان ګټو ته پام نه کوي.‎

  دولتي ورځپاڼو انيس او هېواد هم په خپلو نننيو سرمقالو کې همدا موضوع څېړلې او په داسې حال کې ،چې دشپې  دعملياتو د افغاني کېدو  له تړون څخه يې هرکلى کړى ، هغه يې دافغان دولت تر ټولو ستره بريا ګڼلې ده.

 انيس ورځپاڼه په دې اړه ليکي ، چې ددې تړون په لاسليک سره  د بهرنيو ځواکونو لخوا دکورونو د پلټنې او  د ملکي وګړو د وژل کېدو  اندېښنې زموږ د ځورېدلو خلکو له فکر څخه لرې کېږي.

 همدارنګه هېواد ورځپاڼه په دې اند ده ، چې ددې هوکړه ليک لاسليکېدل د ملي حاکميت او ملي واکمنۍ د ټېنګښت په لارکې د افغان حکومت ستره بريا شمېر ل کېږي.

  خو د افغانستان ورځپاڼې دخپلې نن ورځې د سرمقالې بحث دافغان دولت بې پروګرامۍ ته ځانګړى کړى  اوپه دې نظر ده ، چې  په بېلابېلو برخو کې  د افغان دولت  دکړنو ارزونه ، دغه  باور پياوړى کوي ، چې افغان دولت په هېڅ برخه کې علمي او عملي پروګرام نه لري.

 دغه ورځپاڼه په بېلابېلو سياسي، پوځي او اقتصادي اړخونوکې د افغان دولت نېمګړتياوو او ضعفونو ته اشاره لري او  د دولت له بې پروګرامۍ څخه د بېلګو په وړاندې کولو سره ليکي، چې  دولت بايد ددې ټولو نيمګرتياوو او ضعفونو په اړه د افغانستان خلکو ته لازم ځواب ولري.

 همدا راز دچراغ ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې په قطر کې يوځل بيا د امريکا او طالب چارواکو ترمنځ  دخبرو اترو پيل ته اشاره لري او ليکي چې دا خبرې اترې به  ژر يا وروسته  پيل شي  او دواړه لوري به لکه څنګه چې په افغانستان کې  د ټوپک په ژبه خبرې کوي ، دقطر په پلازمېنه دوحه کې به د مذاکراتو او ډيپلوماسۍ په ژبه له يو بل سره چنې ووهي.

 چراغ ورځپاڼه په داسې حال کې ، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پسرلي  د موسم په را رسېدو سره د طالبانو د پوځي حرکتونو پيل ته ګوته نيسي،ليکي چې اکثره افغانان ٢٠١٤ کال د خپل هېواد لپاره  برخليک ټاکونکى ګڼي  او په داسې حال کې ، چې په هېڅ قيمت دويم ځل  د واک مسند ته  د طالبانو  د راتللو پلويان نه دي، له چالبازو لوېديځو هېوادو څخه يې هم په کلکه کرکه پيدا کړې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.