کابل-اسعداباد (پژواک ٢٨ لړم ٩١): د فارياب او کونړ ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو ٨ سرتېري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې ګزمې چاودنې پنځه سرتېري وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې ټپي سرتېري روغتون ته وړل شوي خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د فارياب په اندخوى او غورماچ ولسواليو کې د چاودنو له امله د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
بلخوا په کونړ ولايت کې هم وسلوالو طالبانو د ملي اردو درې سرتېري وژلي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې ياد سرتېري درې ورځې مخکې له ناړۍ ولسوالۍ څخه په شخصي جامو کې خپلو کورونو ته په لاره وو، چې وسلوالو طالبانو وتښتول.
هغه زياته کړه، چې دغه کسان طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتولي وو او نن يې مړي وموندل شول.
د نوموړي په وينا، وژل شوي دغه سرتېري د شمالي ولايتونو اوسېدونکي وو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه زياته شوې، تېره مياشت د ملي دفاع وزارت ويلي وو، چې په تېرو شپـږو مياشتو کې د ملي اردو شاوخوا ٦٥٠ سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن