منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سرکاڼو زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

اسعداباد (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ د ټانګو پنډغالي ته بېرته راستانه شوي کډوال د څښاک د پاکو له نشتوالي سر ټکوي.

دغه پنډغالى شپږ کاله مخکې جوړ شوى او په کې شاوخوا پنځه زره هغه کورنۍ مېشتې دي چې له پاکستان څخه بېرته راستانې شوې دي.

د ياد پنډغالي يوې پنځه دېرش کلنې مېرمن صفيې پژواک اژانس ته وويل، چې اوس له ډېر لرې ځاى څخه په خپله کور ته اوبه راوړي.

هغې زياته کړه: ((زه په کور کې د کار لپاره يواځې يم، کله چې اوبو پسې لرې ځم نو نور ټول کارونه مې نيمګړي پاتې شي.))

د نوموړې په وينا، په څاه کې دومره ګڼه ګوڼه وي، چې په ساعتونو ساعتونو نوبت ته ولاړه وي.

د همدې پنډغالي يوه بله مېرمن نفيسه ورته ستونزې ته په اشارې وايي، چې دوى د کونړ له سيند څخه اوبه راوړي او له امله يې ماشومانو ته ډول ډول ناروغۍ رامنځته کېږي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې کله دغه سيند ته د باران يا نورې اوبه ورګډې شي بيا د استفادې وړ نه وي، خو څنګه وکړي، مجبور دي ويې څښي.

نوموړې زياته کړه، چې د ژمي په دې ساړه موسم کې دوى نه شي کولى له لرې ځاى څخه اوبه راوړي.

د ټانګو پنډغالي يو بل اوسېدونکى نور رحيم وايي، چې په پنډغالي کې څاه ګانې کمې دي او د خلکو ستونزې نه شي هوارولاى.

هغه زياته کړه، چې په يوه وخت کې له هرې څاه تر ٢٥ پورې ښځې راټولې وي او نارينه نه شي کولى چې ترې اوبه يوسي.

د دغه پنډغالي بل اوسېدونکى عبدالقيوم وايي، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې په دې وچه دښته کې اړولي، خو هېچا ورسره د پام وړ مرسته نه ده کړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دلته لس څاه ګانې ايستلې دي، خو بيا هم د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولى.

د ياد پنډغالي اوسېدونکي له حکومت او مرستندويه ټولنو غواړي، چې هر څه ژر دې د دوى لپاره د څښاک د اوبو غم وخوري.

په کونړ کې د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير ميرزمان مومند هم وايي، چې د ټانګو د پنډغالي د پاکو اوبو ستونزه جدي ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د سرکاڼو ولسوالۍ خلک نه غواړي چې دغه پنډغالى دې د تل لپاره وي؛ نو ځکه په کې تلپاتې پروژې نه پلې کېږي.

خو هغه وويل، چې د نوي کال لپاره د دغه پڼدغالي لپاره دوه شوراګانې منظورې شوې او وروسته به د پنډغالي د خلکو په خوښه پروژې په کې پلې شي.

د کونړ د کډوالو چارو رييس محمدفاضل هم د اوبو ستونزه مني خو زياتوي چې په دې وروستيو کې لسو نورې څاه ګانې منظورې شوې، چې ډېر ژر به يې کار پيل شي.