ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علني محکمې درې قاتلين په اعدام محکوم کړل

author avatar
16 Apr 2013 - 17:33
author avatar
16 Apr 2013 - 17:33

اسعد اباد ( پژواک ٢٧ ورى ٩٢ ) : د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې يوې علني محکمې د يوې ښځې د قتل په تور درېيو قاتلينو ته د مرګ سزا واوروله.

درې مياشتې وړاندې د مانوګي ولسوالۍ د درې ښار نومي کلي کې د څلورو  ماشومانو مور ٢٥  کلنه مريم د څلورو تنو له خوا، چې د خاوند د کورنۍ غړي يې وو په قتل رسولې وه ، لومړی يې په چړو وهلې بيا يې حلاله کړې او وروسته يې سوځولې هم وه .

د قتل ددې قضيې علني محکمه نن په ماڼوګي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، چې پکې د قاتل او مقتول د کورنيو غړيو هم ګډون کړى وو.

د دوسيې  څارنوال لطف الله محکمې ته وويل، چې جرم مشهود دی  او احسان الله په خپله د قتل اقرار کړى دى .

نوموړي له محکمې څخه د احسان الله،ميرويس اوګل امين لپاره د جزا د  قانون د۳۹۵ مادې د حکم په اساس او د ښځو پروړاندې د تاو تريخوالي دمنعې د ۲۲   مادې په رعايت سره د اشد مجازات اعدام غوښتنه وکړه.

هغه د محمد امين لپاره، چې د دروغو خبر يې ورکړى د جزا د قانون ۵۰  ، ۳۷۷   او ۱۵۶  مادو  د حکم په  اساس  ۷ کاله   بند غوښتونکى شو.

مدافع وکيل محب الله فاروقي بيا  محکمې ته وويل ، چې احسان الله خپله اقرار کړی هغه ته دې سزا ورکړل شي او پاتې درې نورو ته،  چې قتل يې نه دى کړی و مراعت وشي.

د قضاييه پلاوي مشر قاضي بهاالدين د ټولو خواوو د ادعاګانو او شواهدو تر اورېدو  وروسته  د قتل په تور، تورنو کسانو ته د څارنوال  د غوښتنې له مخې ، د اعدام سزا واوروله.

قاضي د محمد امين لپاره ، چې د دروغو اطلاع يې ورکړې دجزا د قانون ۵۰  ، ۳۷۷  او ۱۵۶  مادو  د حکم په  اساس   ۷ کاله د تنفيذي بند سزا واوروله.  

خو مدافع وکيل د قضاييه هيئت په پرېکړه قناعت ونه کړ او د دويمې محکمې غوښتونکی شو.

دوژل شوې مريم پلار زړور خان بيا له قاضيانو څخه مننه وکړه چې د ده د لور قاتلانو ته يې د مرګ سزا واوروله .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې ظالمانو يې لور په ډېرې بې رحمۍ او برناحقه وژلې وه . هغه زياته کړه : (( محکمه دې همدا اوس دغه کسان اعدام کړي.))

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.