کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): افغان حکومت د سولې د بهير په اړه “د امريکا د خبرو او عمل تر منځ د تناقض” له امله د دواړو هېوادونو تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.
دغه مطلب د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې څرګند شوى دى.
د ياد تړون په اړه خبرې د تېر کال په لړم مياشت کې پيل شوې او اوسمهال په څلورم پړاو کې وې.
دغه خبرې په داسې حال کې ځنډول کېږي، چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو لپاره سياسي دفتر پرانيستل شو او د امريکا متحده ايالتونو يې ملاتړ وکړ.
افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ وويل ، چې په قطر کې د طالبانو دفتر بايد د نورو هېوادنو د موخو لپاره وسيله نه شي او په ياد هېواد کې د سولې د خبرو له پيلېدو وروسته بايد ژر دغه پروسه افغانستان ته ولېږدول شي.
کرزي وويل، چې افغان دولت د سولې د خبرو لپاره له وړاندې شرطونه نه لري، خو بايد د اصولو په توګه د ده يادې دوې غوښتنې ومنل شي او په قطر کې د سولې مذاکرات په افغانستان کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو لامل شي.
کرزي څه موده وړاندې ويلي چې ځينې بهرنيان هڅه کوي د د افغانستان د سولې بهير د ځان په ګټه وکاروي.
کرزي ويلي وو چې دا پروسه په دقت څاري او په ډېر احتياط ګامونه پورته کوي، ترڅو د افغانستان د خلکو ګټې پکې خوندي شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن