منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:09 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياست

افغان حکومت له امريکا سره پر امنيتي تړون خبرې وځنډولې

· 2 دقیقې لوستل · 96 کتنې

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): افغان حکومت د سولې د بهير په اړه “د امريکا د خبرو او عمل تر منځ د تناقض” له امله د دواړو هېوادونو تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

دغه مطلب د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې څرګند شوى دى.

د ياد تړون په اړه خبرې د تېر کال په لړم مياشت کې پيل شوې او اوسمهال په څلورم پړاو کې وې.

دغه خبرې په داسې حال کې ځنډول کېږي، چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو لپاره سياسي دفتر پرانيستل شو او د امريکا متحده ايالتونو يې ملاتړ وکړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ  وويل ، چې په قطر کې د طالبانو دفتر بايد د نورو هېوادنو د موخو لپاره وسيله نه شي او په ياد هېواد کې د سولې د خبرو له پيلېدو وروسته بايد ژر دغه پروسه افغانستان ته ولېږدول شي.

کرزي  وويل، چې افغان دولت د سولې د خبرو لپاره له وړاندې شرطونه نه لري، خو بايد د اصولو په توګه د ده يادې دوې غوښتنې ومنل شي او په قطر کې د سولې مذاکرات په افغانستان کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو لامل شي.

 کرزي څه موده وړاندې ويلي چې ځينې بهرنيان هڅه کوي د د افغانستان د سولې بهير د ځان په ګټه وکاروي.

کرزي ويلي وو چې دا پروسه په دقت څاري او په ډېر احتياط ګامونه پورته کوي، ترڅو د افغانستان د خلکو ګټې پکې خوندي شي.