منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پر کونړ د پاکستان توغندويي بريدونو زيانونه اړولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۲ کتنې

اسعداباد (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې پر دغه ولايت د پاکستاني پوځيانو په توغندويي بريدونو کې د خلکو يو شمېر څاروي وژل شوي او يو جومات زيانمن شوى دى.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو له تېرې شپې راهيسې پر دانګام ولسوالۍ ١٨ توغندي توغولي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې يو جومات زيانمن شوى او لږ تر لږه شپږ څاروي مړه شوي دي.

د قوماندان په وينا، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پاکستان له خوا تر ١٥٠ زيات توغندي توغول شوي چې له امله يې يو شمېر کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.