کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٣): د هېواد په پلازمېنه او يو شمېر ولايتونو کې په پراخه کچه د بدخشان پېښې له قربانيانو او زيانمنو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوې ده.
دوه ورځې مخکې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله سلګونه کسان مړه شول او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
په کابل کې د يو شمېر دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکو له خوا له يادو زيانمنو سره سره د مرستې ټولولو لړۍ پيل شوې ده. دغه راز په يو شمېر ولايتونو کې د بدخشان د زيانمنو لپاره د مرستو راټولولو په موخه خېمې درول شوې دي.
په کابل کې د مدني ټولنې ځينو غړو له پرون راهيسې د ښار پر بېلابېلو سيمو ګرځي، له خکو او دکاندارانو د بدخشان د زيانمنو خلکو لپاره چندې راټولوي.
له دغو کسانو يوه تن خوشحال خليل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د ښار پر بېلابېلو سيمو وګرځېدل او خلکو د زړه له کومې په پراخه کچه مرستې ورکړې.
هغه زياته کړه: (( ما فکر نه کاوه، چې په خلکو کې به اوس هم ملي احساس پياوړى وي، د هرې ژبې او هر سمت اوسېدونکو پرته له دې چې پوښتنه وکړي، پيسې يې ورکړې.))
د نوموړي په وينا، عام افغانان غواړي چې د هېواد په دې لرې پرته سيمه کې له خپلو هېوادوالو سره همدردي وښيي او تر خپل وس پورې له هغو سره د توکو، خوړو او پيسو مرستې وکړي.
خليل وايي، د دغو خلکو پر وړاندې چې غواړي له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي، لوی خنډ د بااعتباره ملي خيريه بنسټونو نشتوالی دی چې خپلې مرستې هغوی ته تسليم او بيا هلته په سلامتۍ ورسېږي.
دغه راز په کابل کې د يو شمېر نورو دفترونو کارکوونکو هم چندې راټولې کړې دي او يادو کسانو ته يې سپارلې، چې د يوه پلاوي په مشرۍ به يې بدخشان ته ولېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يوه کارکوونکي ادم خان سيرت پژواک اژانس ته وويل چې د دوى يو شمېر ملګرو څه باندې ٤٠ زره افغانۍ راټولې کړې او يادې ډلې ته يې وسپارلې.
بلخوا د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بدخشان او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له وروستيو سېلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو په موخه خېمه ودرول شوه.
د بلخ د مدني ټولنې فعال او د يادې خېمې يو سمبالوونکى سروش کاظمي پژواک اژانس ته وويل، هر افغان مسووليت لري چې د بدخشان د وروستۍ پېښې، د فارياب، جوزجان او سرپل ولايت له سېلاب ځپلو سره تر خپلې وسې د مرستې لپاره لاسونه ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په مزارشريف ښار کې درول شوې خېمه د همدغه ولايت په کچه د عامو خلکو او سوداګرو د مرستو لپاره ده.
د هغه په وينا، دغه خېمه به تر راتلونکې شنبې ورځې پورې ولاړه وي او په دې موده کې به دوی د نغدي مرستو تر څنګ د جنسي مرستو د راټولولو په تمه وي.
د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم له سېلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو په موخه د مدني ټولنو د خېمې درول وستايل.
نوموړي پژواک ته وويل، دوی به هڅه وکړي، چې د خپلو اړيکو له لارې د مزارشريف ښار د هرې ناحيې اوسېدونکي ته د خپلو کارکوونکو له لارې د دورل شوې خېمې پيغام ورسوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد حيدر، چې ۵۰۰ افغانۍ نغده مرسته يې وکړه، پژواک ته وويل، دی خوښ دی، چې د يادې خېمې له لارې يې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړای شوه.
نوموړي زياته کړه، په بلخ ولايت کې به داسې ډېر کسان وو، چې له سېلاب ځپلو سره يې مرسته کول غوښتل؛ خو د رسولو لپاره به يې ځانګړی ځای نه درلود.
دغه راز نن په هلمند کې د دولتي ادارو پر مسوولينو سربېره عامو خلکو، سوداګرو او علمي مرکزونو له خوا د بدخشان له قربانيانو سره د مرستې په موخه د پيسو راټولولو لړۍ پيل شوه.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ټولو اوسېدونکو ژمنه کړې، چې په دغه نېک کار کې برخه واخلي.
ده وويل، د پيسو راټولولو لپاره يې يو کمېسيون جوړ کړى، چې له خلکو به نغدې مرستې راټولوي.
والي زياته کړه چې د سوداګرو ټولنو او دولتي مامورينو له خوا تر اوسه د لسګونو زرو ډالرو مرستې ژمنه شوې ده.
په هلمند کې د موټرو د پلورنځيو په استازيتوب وکيل روزي خان پژواک ته وويل چې دوه سوه زره افغانۍ يې جوړ شوي کمېسيون ته وسپارلې.
دغه راز په غزني ولايت کې هم د سرې مياشتې له خوا د بدخشان د ځپل شوو خلکو لپاره د چندې راټولولو په موخه په بېلابېلو سيمو کې خېمې درول شوې دي.
د سرې مياشتې مسوولين وايي چې د غزني ښار په بېلابېلو سيمو کې يې اته خېمې درولې دي او غواړي له دې لارې مرستې راټولې کړي.
د سرې مياشتې رييس سميع الله صديقي پژواک ته وويل، د دې ترڅنګ يې په يو شمېر ښوونځيو کې هم د مرستو راټولولو په موخه صندوقونه اېښي دي.
په غزني کې د سوداګرۍ خونې رييس عبدالمتين قلندري پژواک ته وويل چې ټولو سوداګرو په يوه خوله ژمنه کړې چې په پراخه کچه به مرستې وکړي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي هم په دغه ولايت کې د مرستو د لړۍ د پيل خبر ورکړى دى.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د مرستيال والي محمدحنيف ګردېوال په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ننګرهار د بېلابېلو وګړو مرستې راټولې او د بدخشان د وروستۍ پېښو قربانيانو ته واستول شي.
دغه راز د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې يو شمېر ځوانانو د اعانې صندوق ايښى او له خلکو يې غوښتي چې د بدخشان ځپل شوو خلکو لپاره مرستې وکړي.
د نيمروز والي اميرمحمد اخوندزاده لومړى تن، چې په ياد صندوق کې يې د مرستې پيسې واچولې.
هغه پژواک ته وويل، دوى غواړي په سخت وخت کې د بدخشان خلکو سره خپله خواخوږي وښيي.
بلخوا د جمعيت اصلاح ټولنې له خوا په ټول هېواد کې د بدخشان او د نورو ولايتونو له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه پراخ کمپاين پيل شوى دى.
د دې ټولنې د ټولنيزو خدماتو مسوول عبدالسلام عابد پژواک اژانس ته وويل چې دوى لا د مخه د شمال له سېلاب ځپلو سره د مرستو په موخه پراخ کمپاين پيل کړى و او اوس يې د بدخشان د ځپل شوو خلکو لپاره دغه کمپاين نور هم پراخ کړى دى.
هغه زياته کړه، د دوى د ټولنې رضا کاران په ټول هېواد کې د مرستو په راټولولو بوخت دي او بيا به يې په منظمه توګه د بدخشان د ارګو ولسوالۍ پر زيانمنو خلکو ووېشي.
عابد وويل، د دوى پلاوى دمګړۍ ارګو ته تللى، څو د خلکو بېړنۍ اړتياوې په ګوته کړي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP