Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګرشک بريد د اوو تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

وروستى تعقيب-لښکرګاه (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د ګرشک ولسوالۍ په ډله ييز بريد کې درې پوليس، يو دولتي مامور او درې بريد کوونکي وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.

د هلمند د يادې ولسوالۍ د مقام پر ودانۍ دغه ډله ييز بريد نن شاوخوا ١١ بجې هغه مهال پيل شو، چې څو وسله وال دې ودانۍ ته ننوتل.

د ګرشک مرستيال ولسوال محمداکبر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه پاى ته رسېدلې او سيمه د دولتي سرتېرو په کنټرول کې ده.

ده وويل: ((بريد کوونکي درې تنه وو. د پوليسو په يونيفورم کې ولسوالۍ ته ننوتي وو. لومړى يې په دروازه کې يو بم ته چاودنه ورکړه او بيا يې له پوليسو سره جګړه پيل کړه.))

هغه وويل، چې دى خپله او ولسوال فهيم موسى زوى د پېښې پر مهال په دفتر کې نه وو.

اکبر وايي، په وژل شوو کې يو تن د يادې ولسوالۍ د حقوقو مامور دى؛ خو نورو مامورينو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر دې مخکې نوموړي ويلي، چې څلور وسله والو پر دې لسوالۍ ډله ييز بريد کړى دى.

بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، چې جګړه پاى ته رسېدلې ، خو ده يادونه وکړه، چې بريد کوونکي څلورو تنه وو.

ده وويل، چې لومړى يوه وسله وال د ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کې ځانمرګى بريد کړى او وروسته درې نور وسله وال د ولسوالۍ ودانۍ ته په ننوتو بريالي شوي وو.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ ته يې يو شمېر وسله وال او ځانمرګي بريد کوونکي ننوتي او ډېرو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي وايي، جګړه لا هم روانه ده، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.