ښرنه (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): په تېرو دوو ورځو کې له شمالي وزيرستانه پکتيکا ولايت ته لسګونه کورنۍ راکډه شوي او يو شمېر نورې هم د راتګ په حال کې دي.
ولايتي چارواکي وايي، چې دغه کډوال د ارګون ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې له ځايي خلکو سره د هغوى په کورونو کې مېشت شوي دي.
د ارګون ولسوال محمد رضا خروټي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کډوالو سره یې له نږدې لیده کاته کړي او د هغوى د اړتياوو په موخه يې ولايتي ادارې ته خبر ورکړى دى.
ولسوال د يادو کورنيو د شمېر په تړاو څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه، چې په نږدې ورځو کې به دولتي پلاوى د دغو کډوالو له وضعيت څخه ليدنه وکړي.
خروټي وویل، د سیمې خلکو تر خپلې وسې له دغو کډوالو سره اړینې مرستې کړې او حکومت هم په دې برخه کې خپلو مرستو ته ژمن دى.
ارګون ولسوالۍ ته د يوې راکډه شوې کورنۍ غړي محمدرسول پژواک ته وويل، د جګړو له امله اړ شول،چې خپله سيمه پرېږدي او له کرښې دې غاړه پکتيکا ولايت ته راکډه شي .
ده وويل، چې د ارګون ولسوالۍاوسېدونکو ورسره څه ناڅه مرستې کړې خو لا زياتو مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو بريدونو ډېرې نورې کورنۍ هم اړې کړې چې له کرښې دې غاړې ته راکډه شي.
يوه بل راکډه شوي محمدالله پژواک ته وویل، ارګون مېشتوخلکو ورسره ښه چلند کړی او ډېرو کډوالو ته يې په خپلو کورونو کې ځاى ورکړى دى.
هغه وویل: ((دلته زموږ ۱۱۲ کورنۍ راکډه شوې، ټول د وزیرو قوم دى . موږ ته معلومه ده چې نورې کورنۍ به هم راکډه شي؛ ځکه هلته خلک د جګړې په منځ کې ګير پاتې دي.))
تر دې مخکې له شمالي وزيرستانه خوست ولايت ته هم د شپږ سوو په شمېر کورنۍ راکډه شوې، چې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې مېشتې دي.
د جمعې په ورځ د خوست ولايتي چارواکو وويل، چې دغو کډوالو ته يې لومړى توکي رسولي، صحي درملنې يې ورته پيل کړې او نورې اړينې مرستې به ورسوي.









