ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا هيله وښوده چې دواړه کانديدان به د ټاکنو پايله ومني

امريکا هيله وښوده چې دواړه کانديدان به د ټاکنو پايله ومني

author avatar
28 Aug 2014 - 11:03
امريکا هيله وښوده چې دواړه کانديدان به د ټاکنو پايله ومني
author avatar
28 Aug 2014 - 11:03

واشنګټن ( پژواک ٦ وږى ٩٣ ) : امريکا وايي ، دا له وخت څخه مخکې ده، چې د ټاکنو د بيا شمېرنې او پلټنې د پايلو په اړه څه ووايي، خو هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه کانديدان به پايله ومني.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين پساکي په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغې زياته کړې : ((دواړو کانديدانو نه يواځې ژمنه کړې، چې د رايو د بياشمېرلو او پلټنو پايله به مني، بلکې د ټاکنو ګټوونکى به ولسمشر کېږي او سمدلاسه به يو ملي حکومت جوړوي.))

د رايو د بيا شمېرنې له پروسې څخه د ډاکټر عبدالله د ټيم د وتلو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل ، چې څو اونۍ مخکې دواړو کانديدانو منلې وه، چې د ټاکنو پايلې به مني.

د نوموړې په وينا، د رايو څېړنه او پلټنه نه ده بشپړه شوې، ملګرو ملتونو دا پروسه د نړيوالو څارونکو پر وړاندې روانه ساتلې ده.

د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل ، چې دوى له دواړو ټيمونو سره په اړيکه کې دي ، په پروسه کې کله ټيټ او پاس راځي ، خو دا پروسه به پرمخ روانه وي.

جين سپاکي وويل، چې که څه هم پرون د ډاکټر عبدالله ډلې خپل څارونکي نه وو ليږلي، خو ملګرو ملتونو د خپلو ناظرينو په شتون کې دغه پروسه پر مخ يوړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.