ژبه

تازه خبرونه
لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

جلال اباد( پژواک، ٢٧ وږى ٩٣ ) : په لغمان ولايت کې د شاوخوا ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې  پروژې چې دواړه يې په قرغيو ولسوالۍ کې پلې کېږي، يوه يې هم د ۳،۵ کيلو متره سړک د قير کولو ده.

دى زياتوي چې ياد سړک د ترنګ کلي څخه تر لمټۍ قريې پورې رسېږي، چې ټول لګښت يې ۳۵ ميليونه افغانۍ کېږي.

د ځواک په خبره، چې د ياد سړک د قير کولو پيسې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت له لوري ورکول کېږي، چې د سړک پراخوالی ۵ متره دی او چارې به يې د راتلوونکو شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د والي د وياند په وينا، چې بله پروژه هم د يادې ولسوالۍ اړوند دهمزنګ په سيمه کې د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۷۰ مترو په اوږدوالي د يوه استنادي دېوال پروژه ده ، چې پراخوالی يې په منځنۍ توګه ۲ متره او لوړوالی يې ۵ متره دی، چې د کرنې وزارت د انکشافي بوديجې پر مټ د شپږو مياشتو په موده کې جوړېږي.

نوموړي زياته کړه ، چې د دې استنادي دېوال په جوړېدو سره به ۱۲۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه او ۷۵۰ کورنۍ د اوبو له جدي ګواښ څخه وژغورل شي.

 

ورته موضوع