منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې د ملي امنيت يو کارکوونکى ووژل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۰ کتنې

اسعداباد (پژواک ٥ تله ٩٣): په کونړ ولايت کې د ماين يوې چاودنې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون د و‌ټه پور ولسوالۍ د قمچۍ په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت ياد کارکوونکى له خپل کوره جومات ته په لاره و چې د ريموټ کنټرول ماين چاودنه پرې شوې ده.

دى وايي چې په چاودنه کې د محمدغني په نوم د ملي امنيت دغه کارمند وژل شوى او يو زوى يې ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو د دې چاودنې او د ملي امنيت د کارکوونکي د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.