جلال اباد (پژواک، ١٨ تله ٩٣): په ختيځ کې د پوليسو د سرحدي زون چارواکي وايي که پاکستاني پوځ له لورې د افغانستان پر خاورې د راکټونو توغول بند نه کړي، نو دوى به په متقابل عمل لاس پورې کړي.
د ننګرهار د پوليسو د لومړي نمبر سرحدي زون درستیزوال محمد ایوب حسین خېل نن په ننګرهار کې له خبريالانو سره په خبرو کې له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړي چې د پاکستان د راکټي بريدونو لانجه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي.
افغان امنيتي چارواکي په داسې حال کې د متقابل ځواب ګواښ کوي چې د پاکستان پوځ يو ځل بيا د ډېورنډ د کرښې له پورې غاړې يو ځل بيا ١٤٠ راکټونه پر سرحدي ولايت کونړ ويشتي دي.
حسين خېل وويل: “د درې کالو راپدیخوا د پاکستان لخوا توغندیز بریدونه دوام لري، تېره ورځ ېو ځل بیا پر کونړ ١٤٠ راکټونه راغلي؛ خو تلفات نه لري. زه ګواښ کومه چې پاکستان دې خپل دغه کرغېړن عمل بند کړي، که پاکستان دا لړۍ دوامداره کړي موږ به یې ځواب ورکړو.”
افغانستان د پاکستان د راکټي بريدونو ستونزه له ملګرو ملتونو سره هم شريکه کړې، خو کو تراوسه يې کومه ګټه نه ده درلودلې.
حسین خېل يو ځل بيا ددې ستونزې د پاى ته رسولو لپاره د ملګري ملتونو د مرستې په اړتيا ټينګار وکړ.
ده زياته کړه: “ملګري ملتونو څخه غواړم چې د دغه بریدونو په تړاو له افغان حکومت سره همکاري وکړي او پاکستان دې ته مجبوره کړي چې د ډیورند کرښې له دې غاړې ته پر بېلابیلو سیمو خپل بریدونه ودروي.”
حسين خېل د افغانستان او امريکا ترمنځ شوې امنيتي تړون ته په اشارې سره وويل چې ددې تړون له مخې امريکا بايد د افغانستان د سرحدي سيمو په ساتنه کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه: “امریکا په امنېتي تړون کې په ښکاره ډول ویلی چې د افغانستان له سرحدي خاورې دفاع کوي او اوس باید د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پاکستان د راتوغیدونکو راکټونو پر وړاندې اقدام وکړي.”
درستیزوال ایوب حسین خېل په تونده لهجه وویل، که د کابل ډیپلوماتیکو خبرو له اسلام اباد سره ځای ونه نیوه؛ نو د پاکستان د هر ډول بریدونو ځواب به ورکړي.
نوموړي په ټینګار سره غوښتنه کوله چې کابل دې ژر تر ژره له اسلام اباد سره د توغندیزو بریدونه د دوام د پای لپاره ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړي.
ده زیاته کړه: “کابل کې باید چارواکي پر کونړ د راکټي بریدونو د بندښت په تړاو خبرې اترې وکړي، ځکه د کونړ ولسونه زیاتي له دغو بریدونو تنګ ته راغلي او د ختمیدو تمه یې لري.”
دا چې نوی حکومت به د پاکستان د راکټي بریدونو په تړاو څه هڅې وکړي او آیا د پخوانی حکومت په پرتله به یې ډيپلوماتیکې هڅې جدي وي کنه، دا به وروسته څرګند شي.










