Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ والي : پوليس د چارتراشو دقاچاق په مخنيوي کې مرسته نه کوي

د کونړ والي : پوليس د چارتراشو دقاچاق په مخنيوي کې مرسته نه کوي

author avatar
29 Oct 2014 - 17:44
د کونړ والي : پوليس د چارتراشو دقاچاق په مخنيوي کې مرسته نه کوي
author avatar
29 Oct 2014 - 17:44

اسعداباد ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د کونړسرپرست والي وايي چې د لرګيو د قاچاق په مخنيوي او نيولو کې پوليس ورسره هېڅ مرسته نه کوي.

شجاع الملک جلاله دغه څرګندونې د لړم په ٧مه، هغه مهال وکړې چې په يوه لارۍ کې بار ١٣٠ دانې چارتراش لرګي يې نيولي او خبريالانو ته يې وښودل.

هغه زياته کړه چې ساتونکو يې ياد لرګي د اسعداباد اړوند د چغان په سيمه کې  د تالاشۍ پر مهال نيولي دي.

والي ادعا وکړه، چې له دې ولايت څخه د چارتراشو ډېرى قاچاق د پوليسو په مرسته او مټ ترسره کېږي.

نوموړى وايي چې دا ملي شتمـــني  ده او د ولسمشر د فرمان له مخې د چارتراش لرګيو قاچاق   په کلکه منع شوى دى.

دده په خبره، چې هره شپه له دې ولايت څخه چارتراش قاچاق کېږي، خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې هېڅ مخنيوى نه کوي.

ده زياته کړه : (( زه اړ شوم چې پخپله دغه اقدامات پيل کړم او د خپلو ساتونکو په مرسته د لرګيو د قاچاق مخه ونيسم.))

والي وايي چې ياد لرګي له ماڼوګي او وټه پور ولسواليو څخه تېر او تر اسعداباد پورې راوړل شوي وو، خو په لاره کې پوليسو هېڅ ورته نه و ، ويلي.

خو د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحـــبيب سيدخېل  بيا په قاچاق  کې د پوليسو لاس لرل رد کړل .

هغه پژواک ته وويل، کله چې دوى قاچاق شوي لرګي ونيسي، نو بيا وکيلان يې واسطې پيل کړي او دوى يې بېرته خوشې کړي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.