منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٠ پېښې ثبت شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

جلال اباد ( پژواک، ٢٠ لړم ٩٣ ): د ننګرهار د ښځو چارو رياست وايي چې په روان لمريز کال کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٠ پېښې ثبت شوي ، خو امنيتي ادارې دا شمېره کمه ښيي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني وايي چې تراوسه پورې له دوى سره د تاوتريخوالي ١٥٠ پېښې ثبت شوي ، چې ډېرى يې وهل ټکول او له کوره تېښته کول دي.

نوموړې پر ولايتي ادارې نيوکه کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پرضد ګډه همغږي نه ده رامنځته شوې او نه هم ولايتي ادارې په دغه برخه کې کوم رغنده رول لوبولى.

دې زياته کړه:(( د شوې پرېکړې له مخې ټول ارګانونه اړ دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په اړه د ښځوچارو رياست ته ليکلى راپور ورکړي، خو تر اوسه په ننګرهار کې دا چاره نه ده شوې.))

د ښځو پر  وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په اړه د څېړنۍ په موخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي راپور جوړونکي په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي، چې ولسمشر غني په مشرۍ نوى رامنځته شوى حکومت هم په تېرو ديارلسو کلونو کې د مېرمنو لپاره تر سره شوې کړنې په ځانګړې توګه په حکومت کې د مېرمنو ونډه له پامه لوېدلې بللې ده.

بله خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې ننګرهار ته د ملګروملتونو د سرمنشي له لوري په افغانستان کې د ښځو د وضعيت د ارزونې په موخه يو پلاوى استول شوى و.

د هغه په وينا، ددغه پلاوي مشري چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکې مېرمن رسيدا مانجو  کوله،د  ننګرهار له والي او يو شمېر امنيتي ادارو له مشرانو سره کتلي دي.

دى وايي چې امنيتي ادارو ياد پلاوي ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت شمېره شاو خوا ٥٠ ښودلې ده.

عبدالزي زياته کړه، چې له يادو پېښو څخه يې يو شمېر په لومړي پړاو کې حل او فصل شوي  او يواځې دوولس پېښې په عدلي او قضايي ادارو کې تر څېړنو لاندې دي.

ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکې بيا وايي چې حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په برخه کې هېڅ عملي اقدامات نه دي کړي.

د بهسودو ولسوالۍ يوې اوسېدونکې ذاکرې پژواک اژانس ته وويل چې په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې هره ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې رامنځته کېږي.

هغه زياته کړه : (( لومړى خو ښځې جرئت نه شي کولى چې ولسوالۍ يا قوماندانۍ ته  لاړې شي، خو که کومې جرئت وکړي، نو بيا هلته ورسره سم برخورد نه کېږي او د رشوت غوښتنه ترې کېږي.))