منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ناټو: په افغانستان کې د ځانګړو ملېشو جوړولو ته اړتيا نشته

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز د افغانستان حکومت ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناټو ملکي استازي د سلواغې په ٥ مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې  دى او اداره يې دلته په کابل کې د دې لپاره فعاليت کوي چې د افغانستان ملي ځواکونو د پياوړتيا او له افغان حکومت سره د سياسي همکارۍ لپاره کار وکړي.

هغه زياته کړه: ((زه باوري يم چې ولسمشر اشرف غني به د افغانستان راتلونکى بدل کړي.))

د ناټو ملکي استازي وويل چې د افغانستان ولسمشر او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله ته د نړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ  حاصل دى.

اسماعيل اراماز  د افغانستان حکومت ته مبارکي ورکړه چې په دې سختو شرايطو کې پر دې بريالى شو چې د کابينې وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د ولسي جرګې له خوا وزيرانو ته د باور رايې ورکولو پروسه په ژر فرصت کې پاى ته ورسېږي.

د ناټو ملکي استازي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي او د دغو ستونزو د هواري لپاره يوه قوي او پوه حکومت ته اړتيا ده.))

اسماعيل وويل چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله کلک ملاتړ وکړي، څو د يوې پياوړې همکارۍ لپاره لاره هواره شي.

د افغانستان د ملي ځواکونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل چې دوى اوس ډېر پياوړي شوي او د تېرو ټاکنو د امنيتي مسووليت  په اخيستو سره خپله وړتيا ثابته کړه.

هغه زياته کړه:(( افغان ملي ځواکونو اوس د خپل هېواد او خپلو خلکو د بشپړ امنيت مسووليتونه اخيستي دي.))

د اسماعيل اراماز په وينا، دغه ځواکونه اوس مسلکي شوي او هره ورځ د پرمختګونو په حال کې دي.

د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا د ترهګرو او وسله والو پر ضد د مبارزې لپاره د ځانګړو ملېشو د رامنځته کولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل: ((هر هېواد ځانګړى ملي ځواک ته اړتيا لري چې په اتحاد سره د خپل ټول هېواد ځمکنۍ بشپړتيا وساتي.))

هغه زياته کړه، د يوه هېواد د ملي ځواکونو له قوماندې بهر بايد هېڅ ډول ځانګړى ځواک يا ملېشه شتون ونه لري.

اسماعيل اراماز وويل چې ولسمشر اشرف غني د افغانستان د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان دى او هر څوک بايد د هغه ارادې ته تسليم وي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې لومړى مرستيال جنرال دوستم هم بايد دا ومني، د ناټو ملکي استازي وويل: ((هو))

د يادونې ده چې اسماعيل اراماز تېره مياشت په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه ټاکل شوى، هغه چې د ترکيې هېواد اوسېدونکى دى، تر دې مخکې په کابل کې د ترکيې د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.