Language

د ” مينې ورځ“ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په نوم ونمانځل شوه

ګردېز (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): په پکتيا ولايت کې د “مينې ورځ” د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په نوم ونمانځل شوه.

د فبروري ١٤مه هر کال د نړۍ په کچه د “مينې ورځ” په توګه نمانځل کېږي، خو په پکتيا کې همدا ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په نيت ونمانځل شوه.

په دې اړه د سلواغې په ٢٥مه، د پکتيا يو شمېر مدني فعالانې او د مېرمنو د ټولنو او ښځو د شبکې غړو د ښځو چارو په رياست کې سره راټولې شوې وې او خپلې ستونزې يې له مسوولينو سره شريکې کړې.

دغه فعالانې وايي، پکتيا يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې دلته لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي او په دې ډول غونډ‌و سره کولای شي، د ښځو پر وړاندې شته تاوتريخوالی راکم کړي.

د دې غونډې يوه تنظيموونکې مدني فعاله ماهره احمدزۍ وايي، دوى هڅه کوي، چې دغه ورځ چې په ټوله نړۍ کې د مينې په ورځ نمانځل کېږي، دلته  د ښځو پر وړاندې شته تاوتريخوالی په مينه بدل کړي.

هغې زياته کړه: ((په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د امريکا د ښځو يو شمېر فعالانې سره يو ځاى شوې او دغه ورځ يې په نړيواله کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د (بيليوني قيام) په نوم ونوماوه.))

د نوموړې په وينا، په همدې ورځ د ټولې نړۍ ښځې په همغږي سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي پروګرامونه پلي کوي او دوى هم دا کار په همدې نيت وکړ.

نوموړې زياتوي، له دوی سره د نن ورځې په غونډه کې، د حکومتي ادارې د کارکوونکو ترڅنګ، مدني فعالانو او ډېر شمېر کې د لرو او نږدې پرتو ولسواليو عامو ښځو هم برخه اخيستې وه.

د مليحې په نامه د دې غونډې يوې ګډونوالې پژواک سره په خبرو کې دا ډول غونډې ګټورې وبللې او زياته يې کړه، چې دوى د خپلو حقونو په اړه زيات معلومات ترلاسه کوي.

Related Topics