منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان الوتکو اروپا ته د الوتنو معيارونه پوره کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، افغانستان هغه معيارونه پوره کړي چې له مخې يې الوتکې اروپا ته د پرواز اجازه ترلاسه کولاى شي او په دې اړه يې اروپايي ټولنې ته راپور ورکړى دى.

د افغانستان د هوايي چلند د ملکي ادارې عملياتي مرستيال محمودشاه حبيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اروپايي ټولنې په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د افغانستان دولتي او خصوصي هوايي شرکتونه په تور لېست کې شامل کړل.

د ده په وينا، اروپايي ټولنې ويلي وو چې د افغانستان هوايي شرکتونه به هغه مهال له تور لېست څخه وايستل شي چې  د افغانستان د هوايي چلند اداره خپلواکه شي، افغانستان د هوايي چلند قانون  ولري، د دغو شرکتونو الوتکې پر نړيوالو معيارونو برابرې شي او د دغه هېواد هوايي چلند د الوتنو د پروسې لپاره څارونکي ولري.

دى وايي چې افغانستان پخوا دغه معيارونه نه شو پوره کولاى، خو اوس يې ياد ټول معيارونه پوره کړي او په دې اړه يې اروپايي ټولنې ته  لس ورځې مخکې راپور ورکړى دى.

د ده په وينا، يادې ټولنې افغانستان ته د دغه راپور د رسېدو په اړه خبر ورکړى، خو ويلي يې دي چې تر څېړنې وروسته به اروپا ته د افغانستان د الوتنو په اړه نوې پرېکړه وکړي.

حبيبي وويل، کله چې افغانستان د اروپايي ټولنې له تور لېست څخه و ايستل شي، د افغانستان الوتکې به د لومړي ځل لپاره جرمني او بيا نورو اروپايي  هېوادونو ته الوتنې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغانان اروپايي هېوادونو ته يا له نورو هېوادونو او ياهم د بهرنيو هوايي شرکتونو له لارې سفر کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له افغانستانه پرته ١٨ نور هېوادونه هم د اروپايي ټولنې په تور لېست کې شامل دي او الوتکې يې اروپا ته پرواز نه شي کولاى.