ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ماليزيا سفارت نه شتون سوداګر او محصلين له ستونزو سره مخ کړي

کابل کې د ماليزيا سفارت نه شتون سوداګر او محصلين له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
22 Feb 2015 - 11:45
کابل کې د ماليزيا سفارت نه شتون سوداګر او محصلين له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
22 Feb 2015 - 11:45

کولالمپور (پژواک، ٣ کب ٩٣): په ماليزيا کې د افغانستان سفير وايي چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت نشتوالي افغان محصلين او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

په ماليزيا کې د افغانستان سفير ډاکتر جمراد جمشېد دغه څرګندونې د کب په ٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې دا مهال په ماليزيا کې دوه سوه افغان کډوالې کورنۍ، ٦٠٠ محصلين او لسګونه سوداګر مېشت دي.

د نوموړي په وينا، افغان محصلين د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې دلته زده کړې کوي او سفارت تل ورسره په اړيکه کې وي.

جمشېد زياته کړه: ((زه په خپله له محصلينو سره په اړيکه کې يم، خپله شمېره مې ورکړې، هر وخت چې ستونزې ولري، پر وخت مې د هوارۍ هڅه کړې ده.))

نوموړى وايي چې افغان محصلين تر اوسه په هېڅ يو جرمي عمل نه دي ککړ شوي او د ماليزيا له قوانينو سره سم خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.

د افغانستان سفير وويل چې ډېرى محصلين دلته په تحصيلي بورسونو راغلي او ځايي حکومت په وخت سره د هغوى امتيازات او نور حقوق ورکوي.

ډاکټر جمشېد وايي چې ګڼ شمېر افغان سوداګرو په دغه هېواد کې مېشت دي او دلته يې پانګونې کړې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې دلته د يوه افغان له خوا د مومن غوړو فابريکه فعاله شوې چې په هېواد او نورو سيمو کې ښه شهرت لري.

هغه زياته کړه چې افغان سوداګر او پانګه وال يې هڅولي چې په خپل هېواد کې پانګونې وکړي، خو سفير وايي چې په هېواد کې د نا امنيو او د اسانتياوو د نشتوالي له ا مله هغوى دغه کار ته زړه نه ښه کوي.

ډاکټر جمشېد وايي چې ماليزيا په کابل کې سفارت نه لري، له همدې امله افغان سوداګر، محصلين او نور عام افغانان دغه هېواد ته د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

د نوموړي په وينا، د ويزو ترلاسه کولو لپاره افغانان هندوستان يا هم دوبۍ ته سفر کوي.

د افغانستان سفير وايي چې په دې اړه يې د ماليزيا له چارواکو سره څو څو وارې خبرې کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دى شوى.

هغه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

نوموړي ماليزيا د  اسلامي نړۍ يو مهم هېواد وباله او له  دغه هېواد سره يې اړيکې خورا مهمې وبللې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.