ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله : د پاکستان او افغانستان د اړيکو ښه کېدو چانسونه زيات دي

عبدالله : د پاکستان او افغانستان د اړيکو ښه کېدو چانسونه زيات دي

author avatar
27 Mar 2015 - 10:33
عبدالله : د پاکستان او افغانستان د اړيکو ښه کېدو چانسونه زيات دي
author avatar
27 Mar 2015 - 10:33

واشنګټن ( پژواک، ٧ ورى ٩٤ ) : د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې که پاکستان له ترهګرۍ څخه د بهرنۍ تګلارې په توګه ګټه وانخلي،نو له افغانستان سره يې اړيکې ښه کېداى شي.

هغه دغه څرګندونې امريکا ته د افغان پلاوي د سفر په وروستۍ ورځ په واشنګټن کې د (هريټيج فاونډېشن) په نامه ديوې ادارې غونډې ته کړې دي.

ډاکټر عبدالله وويل چې په افغانستان او پاکستان کې د نويو حکومتونو تر رامنځته کېدو وروسته په سيمه کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

دى وايي چې د پاکستان په سياست او پوځ کې نوې څېرې راغلي ، اوس ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه کولو لپاره ډېر چانسونه او امکانات شته او دې کار سره په سيمه کې ثبات رامنځته کېـږي.

اجراييه رييس وويل : (( ترهګري ددواړو هېوادونو لپاره ګډه ننګونه  ده. ))

خو ډاکټر عبدالله وويل ، چې که پاکستان له ترهګرۍ څخه د بهرنۍ تګلار په توګه له کار اخيستلو لاس واخلي، نو د دواړو هېوادونو اړيکې به نورې هم پياوړې شي.

نوموړي له افغانستان سره د امريکا د مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې د امريکا د مرستې او همکارۍ له امله يې هېواد اوس په خپلو پښو ولاړ دى .

عبدالله د ولسمشر بارک اوباما له خوا له  افغانستان څخه د سرتېرو په ويستلو کې د ځنډ له امله مننه وکړه او دا يې د افغانانو لپاره مهم اقدام وباله.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې په حکومت کې يې د فساد د مخنيوي لپاره پر يوه پلان کار روان دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.