ګردېز (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې په څمکنيو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
شخړه تېر ماښام د دې ولسوالۍ د سليمانخېلو په سيمه کې د عزت الله او عبدل کورنيو تر منځ چې سره نږدې خپلوان دي، نن رامنځته شوې ده.
د څمکنيو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي مامور پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شخړه کې د دواړو کورنيو درې کسان وژل شوي او څلورم ټپي دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په شخړه کې د عزت الله يو زوى او د عبدل دوه زامن وژل شوي او درېيم يې ټپي دى.
د حاجي مامور په وينا، د شخړې عامل نيم جريب ځمکه ده چې دواړه لوري يې د ملکيت پر سر دعوه لري.
د ستونزې د هوارولو لپاره اوس قومي مشران او حکومتي چارواکي سره خبرې کوي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم د پېښې پخلى کوي.
سهي وايي چې سيمې ته يې د ولسوالۍ يو شمېر چارواکي استولي او تر ډېره بريده قومي مشرانو حالات کنټرول کړي او اوس سره په خبرو دي.
له دې وړاندې هم څو څو ځلې په پکتيا کې د ورته پېښو له امله يو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي .
login or register a new account.