Language

د پکتيا ځينو ولسواليو کې خلک له مخابراتي ستونزو سره مخ دي

ګردېز(پژواک،١٣زمرى٩٤): د پکتيا ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په يوه شپه او ورځ کې  يواځې د شپږو ساعتونو لپاره مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ لري.

 د پکتيا ولايت د ډنډې پټان،څمکنيو ،لجه منګل او جانې خېلو ولسواليو اوسېدونکي له يادې ستونزې سره مخ دي.

د ډنډې پټان ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي قمرالدين د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي کمپنيو فعاليت د سهار له نهو څخه پيل او  له غرمې وروسته تر درېيو بجو پورې دوام کوي.

د هغه په وينا، دغه ولسوالۍ د ګاونډي هېواد پاکستان په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده او اوسېدونکي يې د کار او بار لپاره دوامداره مخابراتي خدمتونو ته اړتيا لري.

دی وايي چې دغه ستونزه پخوا نه وه له تېرو څو مياشتو راهيسې پيدا شوې ده.

د څمکنيو ولسوالۍ يوتن هټۍ وال حاجي معلم هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د مخابراتي شبکو د محدودو خدمتونو له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي .

د هغه په وينا، د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په څېر په دې ولايت کې امنيتي ستونزې ډيرې نه دي خو په لوړه کچه مخابراتي ستونزې لري.

خو د پکتيا ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې بيا يواځې ام ټي ان مخابراتي شبکه فعاليت لري.

ددې ولسوالۍ اوسېدونکي لعل مرجان پژواک ته وويل : (( زموږ په ولسوالۍ کې له کلونو کلونو راهيسې مخابراتي شبکې په پوره ډول کار نه کوي او يواځې يوه شبکه ده چې هغه هم د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې ډير په مشکل سره کار کوي.))

دی وايي چې خلک د اړيکو نيولو لپاره نورو سيمو ته ځي او يا هم د غرونو سرته خيژي او بيا مخابراتي اړيکه ټينګوي.

د پکتيا د مخابراتو رياست چارواکي هم په ځينو ولسواليو کې مخابراتي ستونزې مني.

د ياد ولايت د مخابراتو رييس عبدالله توتاخېل پژواک ته وويل چې د پکتيا ولايت په سرحدي ولسواليو کې مخابراتي ستونزې شته.

login or register a new account.