ګردېز (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د پکتيا ولايت يو شمېر کروندګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار او د ساتنې لپاره سړې خونې شتون نه لري.
د پکتيا د مرکز ګردېز ښار د مهلن سيمې اوسېدونکي خيرالله د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مڼو د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه شوې ده .
خو هغه زياته کړه: ((زموږ د مڼو د خرڅلاو لپاره په کور دننه او بهر کې بازار شتون نه لري او نه هم په ولايت کې کافي سړې خونې لرو.))
د خيرالله د معلوماتو له مخې، سږ کال يې لس خرواره مڼې حاصل درلود خو هر من (٧ کيلو) ترې سوداګر يواځې تر ١٥٠ افغانيو اخلي.
دى وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر کروندګرو ته سړې خونې جوړې شوې خو ټول ترې ګټه نه شي پورته کولاى.
دغه راز د ګردېز اړوند د بالادي سيمې کروندګر سيدولي هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((کال په کال زموږ د مڼو حاصلات ډېرېږي خو بيا يې د بازار او سړو خونو د نه شتون له امله په ارزانه بيه ورکوو.))
ده وويل چې حکومت بايد د پکتيا د مڼو لپاره د جوس جوړولو يوه فابريکه جوړه کړي او يا دې هم مڼو ته په نړيواله کچه بازار پيدا کړي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته نظرونه درلودل.
د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې به د دغه ولايت د مڼو د حاصلاتو کچه شاوخوا اته زره ټنه وه خو سږ کال دغه کچه ١٣زرو ټنو ته لوړه شوې ده.
ده وويل هڅه کوي چې د پکتيا د مڼو لپاره د خرڅلاو ښه بازار پيدا کړي.
حسن زي زياته کړه: ((څه مهال وروسته د کابل په بادام باغ کې د کورنيو توليداتو نندارتون جوړېږي چې له دې لارې به وکولای شو د مڼو او نورو حاصلاتو لپاره بازار موندنه وکړو.))
هغه وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٥٨ سړې خونې شتون لري او د نورو د جوړولو لپاره يې هم پلانونه جوړ کړي دي.
دغه راز د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکتر نصيرعالم يار پژواک ته وويل دغه خونه هم تر اوسه په دې نه ده توانېدلې چې له هېواده بهر د پکتيا مڼو ته بازار پيدا کړي.
نوموړی وايي: ((د مڼو حاصلات يواځې پاکستان ته ځې خو ټيکس يې لوړ دی او سوداګرو ته په کافي اندازه ګټه نه کوي.))
عالميار وايي چې د مېوو د حاصلاتو پر مهال پاکستان هېواد د ټکس کچه شل سلنه لوړوي.
د يادونې ده، په پکتيا ولايت کې د مڼو تر څنګ زردالو، انګور او نورې مېوې هم په لوړه کچه پيدا کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










