جلال اباد (پژواک، ۲ لړم ۹۴): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروال وايي چې په ځينو قراردادونه کې درغلۍ شوې دي او غواړي چې د ممکنه فساد د مخنیوي لپاره د ښاروالۍ پر پخواني قراردادونو بيا کتنه وکړي.
د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د وروستيو کلونو قراردادونه نيمګړتياوې لري، له همدې امله بيا کتنې ته اړتيا لري څو يې په څرنګوالي پوه شي.
افغان زياته کړه: ((په وروستيو کې ځيني قراردادونه شوي چې غواړم څرنګوالى يې معلوم شي. دا قراردادونه مې راغوښتي؛ ځکه ويل کېږي ځيني يې د عوايدو پر زيان او په ځينو کې يې درغلۍ شوې دي.))
د هغه په وينا: ((د سراج العمارت بڼ يو قرارداد مې وکوت، کار يې د شرطنامې خلاف او کرايه يې کمه وه، کرايه مې ورته لوړه کړه؛ نو تر هغې وروسته مې پرېکړه وکړه چې بايد پخواني قراردادونه وګورم.))
ښاروال حميدالله افغان ته د قراردادونو د شمېر په اړه معلومات نه شته؛ خو يادونه کوي چې پلټونکي قراردادونه له يو تر دريو کلونو مودې پورې اړه لري.
ښاروال په دې مرکه کې د يو شمېر هغو ښارګوټو د کارونو د بيا پیلولو لپاره د هڅو يادونه هم وکړه چې له څو کلونو راهيسې يې چارې د ځينو ستونزو له امله ټکنۍ يا هم درېدلې دي.
افغان زیاته کړه: ((د قاسم اباد، شېرزي او ځينو نورو ښارګوټونو په اړه هره سې شنبې د والي سليم خان کندوزي په مشرۍ غونډه کېږي، ښکېلې غاړې راغواړو، څو شته ستونزې حل کړو.))
ده تاييد کړه چې د ځينو ښارګوټو د تطبيق پر وړاندې ستونزې شته، خو په هغو کې يې د درغليو او غصب په اړه ناخبري وښوده.
ښاروال دا هم وويل چې د ښاري نظم لپاره يې له هټۍ والو ژمنليکونه اخيستي؛ څو ښار پاک وساتي او هغه کسان چې سرغړونې وکړي، جريمه به يې کړي.
د ده په خبره: ((په ښار کې د موټرو د غير قانوني اډو په اړه جدي يم، په دې تړاو څېړنې کوم او حل لاره به ورته پيدا کړو.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکي احسان الله دوست پژواک ته وويل چې د کابل- جلال اباد ښار يو شمېر چلوونکي د تلاشۍ او مخابراتو له څلورلارو د اډو په ډول ګټه اخلي.
دوست وايي: ((ښار همدې موټرو بې نظمه او له رشه ډک کړی دی، د کابل اډه معلومه ده، خو دوی دلته موټر دروي. حتماً د رشوت مسئله په کې شته چې څوک يې مخه نه نيسي.))
د جلال اباد بل اوسېدونکي محمدزمان پژواک ته وويل چې نوی ښاروال بايد هټۍ وال اړ کړي چې د ښار کثافات ويالو ته وانه چوي؛ ځکه هر ځل د ورښتونو پر مهال د سړکونو پر سر د ويالو اوبه روانې وي.
هغه په دې برخه کې د جديت غوښتنه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










