کندهار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکى حميد حسن وايي، تر درملنې وروسته يې اوس روغتيا ښه شوې او ډېر ژر به بېرته په عادي توګه لوبې پيل کړي.
حميد حسن، دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
نوموړي د خپلې روغتيا په اړه بشپړ ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، د درملنې له بشپړېدو وروسته يې له تېرو څو ورځو راهيسې خپل تمرينات بېرته پيل کړي او چمتووالى نيسي چې يو ځل بيا له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.
تېز توپ اچوونکى حميد حسن، څه موده وړاندې د لوبې پر مهال خوږ شوى او په پښه کې يې ستونزه پيدا شوې وه، چې وروسته ورته ډاکټرانو د ارام کولو ويلي وو او څه موده له لوبډلې لرې و.
هغه چې اوس ښه شوى، وايي: ((اوس ډېر ښه يم، څو ورځې وړاندې مې د توپ اچونې تمرينات هم پيل کړل، د تېر په پرتله مې ډېر فرق کړى، زه چمتووالى نيسم چې د اسيا کپ او نړيوال شل اوريز جام په سياليو کې ولوبېږم او د تېر په څېر د خپل هېواد نوم وځلوم.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ملي لوبډله کې کوم لوبغاړى د هغه په شان تېز توپ اچونه کولاى شي او يا دى ورته ډېرې هيلې لري، وويل، د کرکټ په ١٧ او ١٩ کلنو ټيمونو کې ډېر ځوان لوبغاړي شته، چې په راتلونکي کې نه يواځې د هغه، بلکې د ملي لوبډلې د نورو تکړه لوبغاړو ځايونه ډکولاى شي.
هغه زياته کړه، د کرکټ د ملي لوبډلې وروستيو برياوو ته په کتو، افغانستان د کرکټ په نړۍ کې خپل ځانګړى ځاى جوړوي او ورځ تر بلې پرمختګ کوي.
حسن د ملي لوبډلې لپاره د نوي کوچ (انضمام الحق) د ګومارلو په اړه وويل، د هغه له راتلو سره د کرکټ په ملي لوبډله کې ښه والى راغلى او د پخوا په پرتله بېټينګ ډېر ښه شوى دى.
هغه زياته کړه: ((ما لا تر اوسه له هغه سره ګډ کار او تمرين نه دى کړى، خو ملګرو مې راته ويلي چې هغه له لوبغاړو سره ډېر زيار باسي او هڅه کوي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نه يواځې په راتلونکو لوبو کې ښه وځلېږي، بلکې د کرکټ په لومړۍ درجې د لوبډلو په کتار کې راشي.))
دى وايي، د لوبغاړو هڅه هم دا ده چې د انضمام له شتون څخه پوره ګټه پورته کړي او له هغه څخه ډېره زده کړه وکړي.
حميد حسن چې دا يې کندهار ته دويم سفر دى، وويل په دې ولايت کې د امنيت او ثبات له پلوه د تېر په پرتله ډېر بدلون راغلى دى.
د ده په خبره، په کندهار ښار کې په ډېره عادي توګه وګرځېد او خلکو دومره مينه ورکړې، چې هېڅکله به يې هېره نه شي.
هغه زياته کړه: ((تېره ورځ تر نيمې شپې پورې ډلې ډلې ځوانان او ان له ٤ تر ١٣ کلونو پورې ماشومان زما ليدو ته راتلل، له ما سره يې د بې پايه مينې څرګندونه کوله او له ما يې غوښتنه کوله، چې پر مخونو او لاسونو ورته خپل نوم وليکم.))
حسن د يوه ځوان يادونه وکړه چې له ډېرې مينې يې د هغه لاسونه ښکلول او ان په خپلو سترګو پورې نيول او له هغه يې بار بار غوښتنه کوله، چې پر مخ او لاسونه يې اټوګراف وليکي.
ده وويل چې د کندهار پر ګڼو ځوانانو يې بېټونه، بالونه او شرټونه ووېشل، څو هغوى زده کړې او لوبو ته وهڅول شي.
نوموړي يادونه وکړه چې په کندهار کې د دغه حالت په ليدو دې پايلې ته رسېدلى، چې په ماشومانو او ځوانانو کې له زده کړې او سپورټ سره مينه ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده.
دى وايي، همدا کرکټ دى چې نه يواځې هغوى ته يې شهرت ورکړى، بلکې افغان ماشومان او ځوانان يې مثبت فکر کولو ته هڅولي دي.
د يادونې ده چې اتصالات مخابراتي شبکې، حميد حسن او محمد نبي عيسى خېل د خپلو سفيرانو په توګه ټاکلي او هغوى دا زمينه برابره کړې وه، چې حميد حسن کندهار ته سفر وکړي او دغلته له خپلو مينه والو سره له نږدې وګوري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










