کابل (پژواک، ٨ليندۍ ٩٤) : کمال پروتي د هندوستان يو داسې نکلچي دی چې په نوې او عصري زمانه کې يې کوچنيانو ته د نکل او کيسو کولو دود ژوندی ساتلی دی.
عجبه يې لا دا ده چې په دغه کار کې خورا ښه نيت لري. کمال پروتي د يو نکلچي په توګه پر ځان باندې د هندوستان د نامتو ليکوال، شاعر او فيلسوف رابيندرانا ټاګور د مشهورې کيسې (کابلي والا) د کرکټر نوم ايښی دی.
تر يوې پېړۍ وړاندې په ۱۸۹۲ ميلادي کال کې د هند نوبل جايزه ګټونکي ليکوال رابندرناته ټيګور د يو افغان "کابلي والا" په اړه يوه لنډه کيسه ليکلې وه چې وروسته بيا په همدې نامه د هندي سينما فلم جوړ شو.
کمال پروتي چې پښتني کالي يې اغوستي وي، د کابلي والا د مېوې د پلورلو ځولۍ يا پلنډه يې پر شا وي د مېوو پر ځای پر کوچنيانو نکلونه پلوري. په ښوونځيو کې کوچنيانو ته کيسې کوي. کلي په کلي، ښار په ښار او هېواد په هېواد ګرځي وړکو ته کيسې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګاونډي هيواد پاکستان يوه پنجابي ليکوال ممتاز حسين د اکتوبر په مياشت کې په نيويارک کې داسې لنډه کيسه وړاندې کړه چې د پاکستان د ترهګرۍ پېښې ټوله داسې په کې انځور شوې چې ترهګري او ځانمرګي بريدونه په پاکستان کې يواځې د پښتنو رواج دی.
د پژواک يوه همکار له کابلي والا يانې کمال پروتي سره چې د هندوستان وګړى دى، مرکه کړې ده چې په لاندې توګه خپرېږي.
لومړۍ پوښتنه:
تاسې د نکلونو کولو دا کار ولې کوئ؟
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP