منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوه ښځينه جنراله: ٤١ کلونو کې مې يوه ورځ هم رخصت نه دى اخيستى

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل ( پژواک، ٨ليندۍ ٩٤ ):  "  نه يواځې د پوليسو او اردو په ليکو کې د ښځو او نجو خدمت د افتخار وړ و، بلکې هرکار او مسلک چې  هېواد ته د خدمت په موخه يې کاوه ، دا چې په رښتينولۍ ترسره کېده، خلکو ته د درناوي وړ و."

دا د يوې جنرالې خبرې دي، چې له څه باندې ٤٠ کلونو راهيسې د پوځي ډاکټرې په توګه په کابل کې د سردار محمد داوود خان ( چهارصدبستر) روغتون کې دنده ترسره کوي.

د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز صحيه قوماندانۍ د نرسنګ عمومي قوماندانه جنرال راضيه " رحيمي"  له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، د جګړو له امله هېواد شا ته پاتې دى او ددې کړکيچ يو ستر لامل هغو خويندو ته په سپکه سترګه کتل و چې په نظامي برخه کې کار کوي.

نوموړې زياته کړه چې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله، د ژوند ټولې سياسي، ټولنيزې، اقتصادي او کلتوري برخې له بحران سره مخ شوي، څلور لسيزې وړاندې هر مسلک خپل ځانګړى ارزښت درلود، ځکه جګړې نه وې او د هېواد دښمنانو د دولتي چارواکو د سم سياست له امله جرئت نه درلود څو د هېواد په کورنيو او بهرنيو مسايلو کې لاسوهنه وکړي.

جنرال رحيمي زياته کړه ، هر دنده او مسلک چې ترسره کېده، منظور به يې د الله تعالى خوښي او هېواد ته خدمت و، نه په دولتي ادارو کې فساد شتون درلود او نه هم خلکو د پيسو زېرمه کولو لپاره کار کاوه، په اردو او پوليسو کې د ښځو لپاره دنده ترسره کول د افتخار وړ و، په هر کار او مسلک کې چې دهېواد خدمت لپاره يې کار کاوه، دا چې په رښتينولۍ ترسره کېده نوځکه خلکو ته د منلو وړ و.

يادې جنرالې وويل ، هغه مهال ارامي وه او خلکو وروسته پاتې ذهنيتونه نه درلودل، هرې مېرمنې چې د اردو او پوليسو له مسلک سره ليتوالتيا درلوده ، پوځي ليکو کې به شاملېدې.

خو نوموړې زياته کړه :" نن چې امنيتي وضعيت ناسم دى، په ځينو مواردو کې لکه د ښځو او کورونو تلاشي چې اړتيا ورته لېدل کېږي څو خويندې هم له پوځي ليکو سره يوځاى شي؛ ځکه که خويندې د خپلو وروڼو سره  په امنيتي ارګانونو کې همکاري و نه کړي ، دد ښمن د زړورتيا لامل به شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت په اډانه کې د ښځو  شمېر ١٣٠٠ تنه او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې ٢٢٠٠ تنو ته رسيږي ؛ خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دا شمېرې بسنه نه کوي او هڅه کوي چې دا شمېره تر پنځو راتلونکو کلونو پورې ١٠ زرو ښځو ته لوړه کړي.

د دفاع وزارت ستردرستيز د صحيه قوماندانۍ د عمومي نرسنګ قوماندانې وويل چې اوسمهال د ښځو پروړاندې تاوتريخوالى نه يواځې په کورنيو، بلکې په کاري چاپيريال او ټولنه کې هم ترسره کېږي او د ژوند په ټولو برخو کې په لومړۍ درجه مېرمنې قرباني ورکوي.

نوموړې وويل چې ځينې کورنۍ او په خپله پوليس چې د پوهې کچه يې ټيټه ده او د شا تګ ذهنيت لري هڅه کوي څو ښځې چې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، د ژوند په ټولو برخو په ځانګړې توګه نظامي برخه کې کار و نه کړي؛ نو ځکه د ناسمو خبرو، ځورولو او سپکاوي لامل يې ګرځي.

  رحيمي وويل، مېرمنې هغه پرګنه ده چې تر نورو زړه سواندې دي؛ مور، خور او مېرمن دي، اولاد روزي او همدا مېرمنې دي چې په خپله ګېډه کې پوهان، ولسمشران او وزيران روزي، د خداى تعالى پيغمبر د مور له ګېډې پيدا شوى   نو بايد له دوى سره تاوتريخوالى و نه شي او ددوى پر وړاندې له سپکو سپورو ويلو څخه ډډه وشي، بايد په مينه او محبت ورسره چلند وشي.

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسيون وايي چې  امنيتي ارګانونو او ټولنه کې دننه، د ملي اردو په ليکو کې مېرمنو ته په سپکه سترګه کتل کېږي.

 د افغانستان  بشرحقونو خپلواک کمېسيون د ښځو  برخې کمېشنرې قدريه يزدان پرست ، تېره اوونۍ په هغو  مراسمو کې چې د ښځو  پر وړاندې د تاوتريخوالي محوه کولو نړيوالې ورځې په مناسبت  د سردار محمدداوود خان په روغتون کې جوړ شوي وو، وويل چې همدا په سپکه سترګه ليدل ددې لامل شوي، څو مېرمنې امنيتي ارګانونو کې شاملېدو ته زړه ښه نه کړي.

مېرمن يزدان پرست ، د ملي اردو په ليکو کې د امنيت ټينګښت په برخه کې د ښځو رول اغېزناک بللې او له امنيتي چارواکو څخه يې غوښتنه وکړه چې په دې ارګانونو کې له ښځو  سره د رواني تاوتريخوالي ختمولو لپاره جدي کار وکړي.

 د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز صحيه قوماندانۍ د نرسنګ عمومي قوماندانه ١٣٣٥لمريز کال  کې کابل ښار کې  نړ ۍ ته راغلې، نوموړې چې پنځه وروڼه او دوه خويندې لري، وويل چې واده يې نه دى کړى او شخصي ژوند يې تر ټولنيز ژوند ځار کړى دى.

جنرال رحيمي، چې ستړې څېره لري ، خو په لوړه حوصله لاهم شپه او ورځ خدمت کوي، وويل چې ٤١ کلونو راهيسې يې  يوه ورځ هم قانوني رخصت نه دى اخيستى، مزارشريف، کندهار او پکتيا روغتونو ته هم تللې د جګړو له ناروغانو او ټپيانو يې څارنه کړې، د درملنې، خوړو او د هغوى د خونې اوبسترو څخه يې ارزونه کړې   او په دې برخه کې يې  اړوندو مسوولينو ته اړينې لارښوونې کړې دي.

 نوموړې زياته کړه چې د جګړو زرګونه ناروغان او ټپيان يې په ياده موده کې تداوي او رخصت کړي دي.

هغې يادونه وکړه :"  د ژوند تر ټولو ښه خاطره مى داده کله چې وګورم د جګړې له ليکې ناروغ په خورا بد حالت د تسکرې (برانکارد) په مرسته روغتون ته راوړل کېږي او په استوار بدن او خپلو پښوو بېرته کور او دندې ته ستنېږي."

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې