منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د يوې بې سرپرستې مېرمنې له کړاوه ډک ژوند

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

# د جګړې قربانيانو غږ

شبرغان (پژواک، ١١ سلواغه ٩٤): شګوفه د جګړې يوه قرباني ده چې په غوجله کې ژوند کوي، وايي چې کله سوال کوي، ځيني نارينه ترې نامشروع غوښتنه کوي چې دغه وضعيت ورته خورا تريخ او دردوونکى تمامېږي.

دا ٣٦ کلنه مېرمن چې د سرپل ولايت مرکز ته څېرمه د شيرم هاى سيمې اصلي اوسېدونکې ده، شپږ مياشتې وړاندې وروسته له هغه يې د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ته پناه وړې چې خاوند يې د جاسوسۍ په تور د دولت وسله والو مخالفينو له لوري ووژل شو.

ياده مېرمن چې په غوجله کې يې يو نازک او زوړ ټغر چې څو ځايه څيري دی او بيا پينې ورته پيوند شوې، له خپلو دوو زامنو سره يو ځای ژوند کوي.

سره له دې چې يادې بې سرپرسته مېرمنې د غوجلې دېوالونه په چونه سپين کړي دي؛ خو لا هم د څارويو بوى په کې ځي.

دا خونه چې مخکې د څارويو غوجله وه، شپږ متره اوږده او درې متره سور لري او په هره مياشت کې ٧٠٠ افغانۍ کرايه ورکوي.

شګوفه وايي چې د خلکو کورونو کې جامې مينځي او مالوچ ټکوي او کله هم له بدې ورځې سوالګري کوي.

دې بېوزلې مېرمنې په داسې حال کې چې ژړا د خبرو کولو موکه نه ورکوله، پژواک خبري اژانس ته وويل: "کله چې سوال کوم، ځيني نارينه راڅخه نامشروع غوښتنې کوي."

نوموړې زياته کړه چې د خلکو دا خبرې ورته ډېرې ترخې او دردمنې تمامېږي، څو ځلي يې پرېکړه وکړه چې خپل ځان او دواړه ماشومان ووژني؛ خو ګاونډيو يې د زغم او صبر کولو غوښتنه ترې کړې ده.

شګوفې وويل، سمه ده چې ځينې مېرمنې بېوزلې دي؛ خو هېڅکله يې خپل پت او غرور له لاسه نه دي ورکړي او د مجبوريت له امله په زړورتيا کار کوي، نوموړې زياته کړه چې ځان او خپلو ماشومانو ته يوه مړۍ حلاله روزي ترلاسه کوي.

دا مېرمن له خپلودوو زامنو سره چې يو يې ١٠ کلن او بل يې ١٢ کلن دى له کړاوه ډک ژوند تېروي.

نوموړې په داسې حال کې چې دواړه زامن يونس او امير يې په څنګ کې ناست وو او په ژړغوني وضعيت يې هغوى ښکلول، ويې ويل چې که د سهار لپاره څه خواړه ومومي نو د غرمې لپاره څه نه وي او که غرمه د خوړلو لپاره څه پيدا کړي د شپې لپاره حيرانه وي چې څه وکړي.

شګوفې چې د پرېشانۍ له امله لړزېده، په نيولي غږ وويل: "يو زوى مې بوټونه رنګوي او بل پلاستيکونه پلوري."

١٢ کلن يونس وويل چې څلور کاله ښوونځي ته تللى دى او اوس د جګړې له امله له خپلې سيمې شبرغان ته راغلي دي او اړ دی چې بوټونه رنګ کړي او پيسې تر لاسه کړي.

دغه ماشوم چې هره ورځ د بکس، کتاب، قلم او ښوونځي ته د تګ پر ځاى خپله لرګينه صندوقچه چې څو بوتله رنګ او د بوټو بورسونه په کې دي، څو کيلومتره له ځان سره وړي، د بوټو د رنګ نښې يې پر جامو او حتا پر لاسونو هم ليدل کېږي، وايي چې نور ښوونځي ته نه شي تللى، هيله لري چې جګړه پاى ته ورسېږي چې په غوجله کې له ژوند نه وژغورل شي، خپل اصلي کور ته ولاړ شي، ښوونځى له سره پيل کړي، زده کړې او تحصيل وکړي.

يونس چې پر شونډو يې موسکا خوره وه او په بنده ژبه يې خبرې کولې، په ماشومانه اندازه يې وويل: ((که ښوونځى ووايم، غواړم چې انجنير شم.))

هغه زياته کړه، که جګړه وي او لوى شي، همداسې به بوټونه رنګوي او برخليک به يې برباد شي.

دې دوو ماشومانو زړې جامې درلودې، د مور يې هم زړې جامې پر ځان وې او وروست پړونى په سر کړى و.

شګوفې زياته کړه، زامن يې تر اتيا او سلو افغانيو پورې کار کوي، په دې پيسو په ډېرې سختۍ ګوزاره کوي، خو د کار د نشتوالي له امله دا ستونزې زغمي او خپلو ستونزو او بېوزلۍ ته له ترخې خندا پرته بله چاره نه لري؛ ځکه چې غواړي د خپلو ماشومانو په خاطر ژوندۍ پاتې شي.

دغې بې سرپرستې مېرمنې وويل چې شپږ مياشتې وړاندې يې خاوند د سرپل ولايت په شيرم ها سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا ووژل شو.

نوموړې چې د شليدلي ټيکري په څنډه يې اوښکې پاکولې، وويل چې شيرم ها سيمه له څو کلونو راهيسې نا ارامه ده او خلک يې د جګړې قربانې دي، يو شمېر ملکي وګړي دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې په سبب وژل شوي او د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.

په شيرم ها کې يې کور د جګړو په سبب ويجاړ شو چې خاوند يې بېرته ترميم کړ، خو د خپل خاوند له وژل کېدو وروسته اړه شوه چې هغه کور هم پرېږدي او اوس د څارويو په پخوانۍ غوجله کې ژوند کوي.

د جګړې دې قرباني وويل چې د اوړي په يوه ګرمه شپه کې ټول ويده وو چې د کور دروازه يې ټک ټک شوه، خاوند مې ورغى او کله يې چې دروازه پرانيسته، طالبان له دروازې سره ولاړ وو او خاوند يې له ځان سره بوت.

شګوفې زياته کړه، هر څومره يې چې ځايي چارواکو او خلکو ته نارې ووهلې چې خاوند مې پيدا کړي، خو ګټه يې ونه کړه. خاوند يې شاوخوا يوه اوونۍ ورک و، تر دې چې مړى يې پيدا شو چې طالبانو پر ډزو ويشتلى و.

خو دې مور زياته کړه: ((طالبانو مې خاوند د دولت د جاسوس په نامه وواژه، خو د ماشومانو پلار مې هټۍ وال و او له دولت سره يې هېڅ سروکار نه درلود.))

هغې ادعا وکړه چې له څو ورځو وروسته طالبانو خپله دا لټوله او غوښتل يې چې له ځان سره یې بوځي او خپل يوه کس ته يې نکاح کړي چې د کلي سپين ږيرو منځګړيتوب وکړ او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې دا ښځه کونډه ده، هغه دې نه ځوروي.

شګوفې وويل: ((زه پوهېږم چې هغوى مې نه پرېږدي، پيدا کوي مې، له همدې امله د شبرغان په يوه نوم ورکه سيمه کې ژوند کوم.))

دې مېرمنې زياته کړه چې ارام او بې شوره ژوند يې درلود، خاوند يې د هټۍ له لارې يوه مړۍ حلاله ډوډۍ په سختۍ سره موندله او داسې څه ستونزه نه وه چې ژوند يې له ستونزو سره مخ شي، خو ناڅاپه يې د ژوند ستنه را پرېوته چې بيا تر اوسه نه ده درېدلې.

دغې دردېدلې مېرمنې زياته کړه چې يواځې دوې مياشتې وړاندې د ګډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) درې بوجۍ وريجې، يوه بوجۍ اوړه او توشکې، کمپلې او د پخلنځي وسايل ورکړل او وروسته يې چا احوال نه دى اخيستى.

شګوفې وويل چې په دې سخت ژمي کې نه پوهېږي چې برخليک به نورې څه لوبې ورسره وکړي. په ژوند کې له ناهيلۍ سره مخ ده او د خپلو دوو زامنو په اړه سخته اندېښنه لري.

هغه زياته کړه، دوى له زده کړې او درس ویلو پاتې دي او که چېرې ورسره مرسته ونه شي، د ماشومانو راتلونکى به يې برباد شي.

شګوفې له دولت غوښتنه وکړه چې د ژوند غوره شرايط ورته برابر کړي، څو اولادونه يې درس ووايي او په راتلونکي کې خپلې بې سرپرسته مور ته د خدمت مصدر وګرځي.

نوموړې بې سرپرسته مور په اخر کې وويل چې له خاوند نه يې ورته ملکيت، ځمکه، بڼ پاتې دي، خو خپل اصلي کور ته د تګ جرئت نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې